د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي د حملې مسئول د خارج نه، رهبري شوی نه و


د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ ووېل چې د اورلینډو په ښارکې په نائټ کلب باندې حمله کوونکی پریشانه ؤ. له خارج نه رهبري شوی نه ؤخود انټرنیټ له لارې د پروپاگند تر اغېزې او اثرلاندې راغلې و.

جمهور رئیس بارک اوباما وویل چې دا حمله داسې یوه « په غوصه شوي» او په ذهنی توگه «پریشانه اوعصباني شوي» ځوان کړې ده چې د تندروانو په لاره روان شوی ؤ.

ښاغلي اوباما یوځلې بیا خپله مخکینۍ خبره تکرارکړه جې اوتحقېق کوونکي تراوسه « داسې معلومات نه لري چې وښیي کومې بهرنۍ ټروریسټي ډلې ددغې حملې رهبري کړې وه.

اوباما چې د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره د غونډې نه وروسته خبریالانو ته ووېل چې « متین په انټرنیټ کې د تندروانو د معلوماتو او پروپاگنډ تر اغیزې لاندې راغلی ؤ.»

ښاغلي اوباما زیاته کړه «د متحده ایالاتو د قانون د نافذولو د ټولو ادارو چارواکي خپل پوره کوښښ کوې چې ددې ډول حملو مخه ونیسي، خو ددداسې ځانگړو او انفرادي کسانو د نښه کولو په کارکې له ستونزو سره مخامخ کیږي.»

د کورني امنیت وزیروویل چې د ټوپکو د خرڅلاو موضوع په امریکا کې له ډیرې مودې نه یوه جنجالي موضوع ده، مگر «د عامه مصؤنیت لپاره یوه ډیره مهمه موضوع ده.»

جانسن دCBS تلویزون سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې « مونږ باید دا حقېقت له پامه ونه غورځو چې په هیواد کې دننه د ټرورزم د امکاناتو په وجه د ټوپکو د خرڅلاو کنټرول د امریکا د کورني امنیت برخه وگرځي.» جانسن زیاته کړه: « دا یوه داسې مسئله ده چې دامریکا خلک او کانگرس باید ورته توجه وکړي.»

خو په امریکا کی د ټوپکو په خرڅلاو او ساتلو باندې دهر ډول بندیزونو د لگولو ډیرې پیاوړې او پرنفوذه ډلې کار کوي ،په خاصه توگ دNational Rifle Association چې په دې اړه د هر ډول قانون نافذولو کلک مخالفت کوي.

په عین وخت کې په واشنگټن کې د امریکا غږ یو بل خبریال( رچرډ گرین) په خپل رپورټ کې وایي چې د اورلنډو د پېښې نه وروسته کانگرس د ټرانسپورټي امنیت د ادارې لپاره ٢٨ میلونه ډالرمنظورکړل. دا اداره د هوایی میدانونو د امنیت د ساتلو ذمه واري په غاړه لري.

ددې ادارې مسؤلین وایي چې په دغو پیسو به د هوایی میدانونو د امنیت او مسافرینو د تالاشۍ لپاره ٢،٧٨۴ کارکوونکي او مامورین استخدام کړي.

په دغې ادارې باندی له دې امله اعتراضونه شوي دي چې د منصوبینو د کمبود په وجه په هوایی میدانونو کې د تالاشۍ په دوران یي ډیر وخت لگیږي.

ژباړه. سید سلیمان شاه

XS
SM
MD
LG