د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اولمپیک نړیواله ورځ نمانځي


د اولمپیک نړیواله شورا هر کال د جون د اولسمې نه تر څلیریشتمې پورې د اولمپیک اوونۍ نمانځي. بیا په تیره د جون درویشتمه په نړۍ کې د اولمپیک د ځانگړې ورځ په توگه نمانځل کیږي. د اولمپیک مشالونه بلیږي او ځانگړې غونډې جوړیږي او لوبې نندارې ته وړاندې کیږي.

دا ورځ د افغانستان اولمپیک کمیټه هم نمانځي او تر اوسه ېې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د یو پروگرامونو په ترتیبولو سره نمانځلې او غواړي چې کابل کې ېې هم په پراخ ډول ونمانځي.

افغانستان د اولمپیک د کمېټې مشر ښاغلی ظاهر اغبر
افغانستان د اولمپیک د کمېټې مشر ښاغلی ظاهر اغبر

د افغانستان د اولمپیک کمیټې مشر ښاغلي ظاهر اغبر د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دوي شنبې یا یکشنبې ته دې لړ کې د یو سترې غونډې دپاره تابیا کړیده چې د افغانستان د ملي وحدت اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله او نور دولتي مشران پکې گډون کوي.

ښاغلي ظاهر اغبر وویل چې دا وخت د اولمپیک کمیټه د هیواد په ټولو برخو د اولمپیک د فیدراسیونو چارې څاري او د ښځینه ورزشکارانو په گډون ټولو لوبو ته مساوي ډول باندې پام کوي.

هغه د بودیجې د کمي او ځینو نور ستونزو یادونه هم وکړه خو دا ېې ویل چې ده هڅه کړیده چې افغانستان کې د اولمپیک چارې د ملي یووالي او دسولې د روحېې سره پرمخ لاړې شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG