د انټر فاکس خبري اژانس د روسیې د دفاع د وزارت له قوله واېي چې د سوریې د پالمیرې په سیمې کې ترهگرو د روسیې یوه هیلو کوپټره راغورځولي ده چې پکې دوه تنه پیلوټان وژل شویدي.
د روسیې د دفاع وزارت وئیلی دي چې دغو پیلوټانو د جمعې په ورځ د حمس په ښار کې د اسلامي دولت د ډلې په مرکزونو باندې حملې کولې چې ورسره وسلې ختمې شوی.
د انټر فاکس خبري اژانس زیاتوي کله چې دغه هیلي کوپټره بیرته راگرځیدله نو د ځمکې نه د ترهگرو په ډزو کې ولگیده او راوغورځیدله. مگر دغه هیلي کوپټره په هغه سېمه کې راولویده چې د سوریې حکومتي قواوي پرې کنټرول لري.
د اسلامي دولت د ډلې خبري اژانس عماق د شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړیده چې ښیی په دغې هیلي کوپټرې باندي ډزی وشوې او بیا راولویده. د اسلامي دولت ډلې کسان په دغه وخت کې دالله اکبر شعارونه ورکوي.
د روسیې ځواکونه د تیر کال راهېسي د سورېې د حکومت د مخالفو قواوو سره جنگیږي.