د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: د ایران د موافقې د بشپړ تطبیق کار لا پاته دی


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د ایران د باندنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره په ویانا کې د خبرو پرمهال
د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د ایران د باندنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره په ویانا کې د خبرو پرمهال

یو کال مخکي د نړۍ د شپږو قدرتمندو هیوادونو استاځو د اتریش د ویانا په ښار کې د ایران د اټمي پروګرام په هکله ددغه هیواد سره موافقه وکړه. موافقه د دواړو اړخونو سره د دوو کلونو مزاکراتو وروسته وشوه.

ایران ژمنه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د لیري کولو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

اوس دغه موافقه تطبیقیږي او واضیح نتایج لري خو بیا هم دواړې خواووې شکونه لري چې ښايي بل اړخ خپلې ژمنې او مسولیتونه په بشپړ ډول پوره نکړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر نن د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د خبرو پرمهال وویل چې د دې موافقې د ساتلو او تطبیق کار لا بشپړ شوی نه دی.

هغه داسې وویل ،،مونږ ته په کار ده چې په دې برخه کې کار وکړو او مونږ به په دې برخه کې خپل کار ته ادامه ورکړو. مونږ په دې برخه کې یو سفیر هم ټاکلی دی چې د خپل ټیم سره هره ورځ کار کوي چې دا یقیني کړي چې د ایران سره شوې موافقه په صحیحي معنی پلي کيږي او رابرسیره کیدونکي ستونرې حل کيږي،،

،،موافقې سیمه او نړۍ خوندي کړه،،

ښاغلي کیري وویل چې نړۍ باید په دې وویاړي چې داسې یوې مغلقې او څو اړخیزې پروسې نتایج ورکړل او له امله یې سیمه او نړۍ خوندي شوه.

ښاغلي کیري دغه څرګندونې په پاریس کې د فرانسې د ملي ورځ د مراسمو پر مهال وکړې.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۲ کال کې کله چې ریپوټونه خپاره شول چې ایران پر اټمي وسلو کار کوي، لویدیځ هیواونه اندیښمن شول او پر ایران بانډې یې غږ وکړ چې د خپل پروګرام څخه لاس واخلي. د ایران حکومت په تکراري ډول دا ردوله چې اټمي پروګرام یې د وسلو د جوړولو دپاره دی او پر دې یې ټينګار کوی چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې بندیزونه وارد کړل چې خپل د اټمي وسلو د جوړولو د اهدافو څخه تیر شي. سره له دې چې د لویدیځو هیوادونو له خواه وضع شویو بندیزونو د ایران پر اقتصاد باندې منفي تاثیرات وکړل خو بیا هم ایران د یورانیمو د غني کولو لړۍ ته ادامه ورکړه.

په ۲۰۱۳ کال کې د ایران او نړۍ د قدرتونو سره خبرو پرمختګ وکړ او ایران د نړۍ د پنځه جمع یو هیوادونو سره چې امریکا، بریتانیه، چین، فرانسه، روسیه او جرمني په کښي شامل وو یوې موقتې موافقې ته ورسیدی. نړۍ دا ومنله چې پر ایران باندې به بندیزونه په دې شرط یو څه نرم کړي چې دغه هیواد خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

تیر کال د اتریش په ویانا ښار کې د درو اونیوو پر له پسې مزاکراتو وروسته بالاخره ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه په دې وتوانیدل چې د دواړو خوو ترمنځ دایمي موافقه لاس لیک کړي.

XS
SM
MD
LG