د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه پته یې ولگوله خو خپله پته یې ورکه شوه


شکیل افریدي د یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار د پاکستان په زندان کې پروت دی
شکیل افریدي د یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار د پاکستان په زندان کې پروت دی

ډاکتر شکیل افریدي اوس هم د یوې عادلانه محاکمې په تمه ناست دی.

ډاکتر افریدي د سي آی اې د پلان سره سم د واکسین د یوه جعلي کمپیان په لړ کې په ابیت آباد کې خپل حکومت ته د خیانت په تور ونیول شو.

پاکستان، پر ښاغلي افریدي باندی، د خیانت په تور برسیره، د ترهه گرو ډلو سره د اړیکو تور هم لگولې او د پولو د جرایمو د قانون پر ینسټ یی په پیل کې په درۍ دیرش کاله بند محکوم کړ.

پر هغه باندې تور دی چې د خیبر ایجنسی د یاغي مشهورې ډلی، لشکر اسلام ، د مشر، منگل باغ، سره یې اړیکې لرلې. باغ ددې تور نه وروسته ووژل شو خو دغی ډلی د یوې اعلامیی په خپرولو گواښ وکړ چې داکتر افریدي به په لومړي فرصت، چې وار یې برابر شي، ووژني.

ډاکتر افریدي د سي آی اې د پلان سره سم په ابیت آباد کې د واکسین یو جعلي کمپیان پیل کړ
ډاکتر افریدي د سي آی اې د پلان سره سم په ابیت آباد کې د واکسین یو جعلي کمپیان پیل کړ

اوس مخکې لدې چې محکمه د هغه د دوسیې په اړه کومې پریکړې ته ورسیږي، د هغه ټولې شتمنۍ ضبط شوي، د هغه کور ترې ضبط شوی او کورنۍ یې د غچ له ویرې په پنجاب کې یو نامعلوم ځای ته کډه شوې ده.

د افریدي کورنۍ، د هغه میرمن، دوه زامن او یوې لور ته د طالبانو او نورو هغو تررستي ډلو له خوا د غچ اخیستو گواښ شوی چې اسامه بن لادن ته وفاداره دي.

ویل کیږي چې ښاغلی افریدي چې اوس د ترهه گرو ډلو سره د اړیکو په تړاو، په درویشت کاله بند محکوم شوی دی، په زندان کې تر سختې شکنجې لاندې دی خو ددې ادعا د شپیناوي دپاره هم هیڅ ډول څیړنه و نه شوه.

د ډاکتر افریدي د تره زوي، قمر ندیم افريدي، د امریکا پر حکومت او کانگرس نیوکه وکړه چې د داکتر افریدي د خلاصؤن دپاره یې هیڅ هم ندي کړي.

د هغه ورور، د تره زوي او خپلوان وایي امریکا د افریدي ددې لویې مرستی په بدل کې هیڅ هم ونه کړل.

د امریکا کانگرس څو مودی دمخه د هغه د خلاصؤن دپاره د پاکستان سره د پنځه سوو ملیون دالرو د مرستې خبره را پورته کړه چې که په بدل کې یې وکړای شي د ډاکتر افریدي د را خوشي کولو پر مسلې فشار واچوي خو د پاکستان استخباراتي او پوځی چارواکي یې منلو ته تیار ندي.

دغه یو پنځوس کلن داکتر ته په امریکا کې د یوه اتل په سترگه کتل کیږي، دوي وايي ، د اسامه بن لادن د پټې ځالې په معلومولو یې د امریکایی ځانگړو عملیاتو شپږ کسیز تیم ته په مستقله بڼه او پرته لدې چې د پاکستان حکومت ورباندې خبر هم شي، د نړیوالې تترستي شبکې د مشر د وژلو اسانه لاره هواره کړه.

ځینې کارپوهان و ایي پاکستاني چارواکي دا ویره لري چې که ډاکتر افریدي یو ځل آزاد شي نو بیا به دا خبره را برسیره شي چې پاکستان په ابیت آباد کې د اسامه بن لادن پر موجودیت خبر و.

XS
SM
MD
LG