د لاس رسي وړ اتصالات

د حیواناتو د غړیو نه د جوړو شویو شیانو د کاروبار د مخنیوي تازه هڅې


د حیواناتو د بدن د غړیو نه جوړ شوي بیلا بیل مواد نندارې ته ایښودل شوي.
د حیواناتو د بدن د غړیو نه جوړ شوي بیلا بیل مواد نندارې ته ایښودل شوي.

په انټرنیټ کې د هغو تولیداتو بازار ښه تود دی چې په جوړولو کې د حیواناتو د بدن د غړیو نه پکې کار اخیستل کیږي. ځینو مبارزینو اوس هلې ځلې پیل کړي چې په انټرنیټ کې د دا شان تولیداتو د پلور مخه ونیسي.

میرمن شو لنګ او ملګرو یې په ګډه هلې ځلې پیل کړي چې په انټرنیټ کې د حیواناتو د بدن د غړیو نه د جوړ شویو تولیداتو د خرڅولو او اخیستلو مخه ونیسې. هغه وایي کله یې چې په انټرنیټ کې د دا شان تولیداتو لټون پیل کړل، عجیبه او نادره شیان یې ولیدل چې زیاتره یې غیرې قانوني دي.

" د زمري هډوکې مو پیدا کړل، د زمري د هډوکو نه جوړ شوي شراب، د زمري پوټکی، د فیل غاښونه، د فیل او بیلا بیلو حیواناتو لکۍ او د کرګدن ښکرونه مو هم پیدا کړل.

هغه څوک چې د یو ډول ځانګړو زمریانو د هډوکو نه د شرابو د جوړلو طرفداره دي وایي چې دغه شراب د بندونو د درد لپاره ښه دي او انسانانو ته جنسي قوت هم ورکوي. خو د خلکو دغه ادعا تر دې دمه په ساینسي لحاظ ثابته شوې نده.

د دې ډول شرابو د جوړولو لپاره د زمري هډوکي د زیات وخت لپاره د وریژو په شرابو کې ایښودل کیږي. په شرابو کې د هغو زمریانو هډوکي کارول کیږي چې نسل یې په نړۍ کې مخ په ورکیدو دی.

میرمن شو وایي چې په انټرنیټ کې په غیرې قانوني ډول د حیواناتو د بدن د غړیو نه د جوړ شویو تولیداتو بازار بیخي پراخ دی ځکه له یوې خوا یې د اخیستونکي او خرڅونکي هویت نه معلومیږي او بله دا چې سړی کولی شي د نړۍ په هر ځای کې چې وي، دغه تولیدات واخلي.

د فیلانو د غاښونو نه جوړ شوي بیلا بیل تولیدات
د فیلانو د غاښونو نه جوړ شوي بیلا بیل تولیدات


هغه د "ټرافیک" یا قاچاق په نامه د یوې ادارې سره کار کوي چې د وحشي حیواناتو د غیرې قانوني کاروبار په هکله معلومات راټولوي. د هغې ادارې پروسږکال په چین کې تقریباً څلور زره داسې سوداګریز اعلانونه کشف کړل چې په غیرې قانوني ډول د وحشي حیواناتو د بدن د غړیو نه د جوړو شویو تولیداتو په هکله و. او وایي هره میاشت په چین کې په انټرنیټ کې ښکاره کیدل.

په کینیا کې تیره اوونۍ د سایټس په نامه یوې ادارې چې یو سل درې اتیا هیوادونه او ادارې یې غړیتوب لري، یوه لایحه منظوره کړه چې په انټرنیټ کې په غیرې قانوني ډول د وحشي ځناورو د بدن نه د جوړو شویو تولیداتو کاروبار بند کړي. دې ډلې ژمنه وکړه چې د نړیوالو پولیسو سره په ګډه به ټول د دغه غیرې قانوني کاروبار د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

تانیا مکیرا ستیلي چې د حیواناتو د خیر ښیګڼې لپاره د نړیوال وجهي صندوق په ادارې کې د انټرنیټ د لارې د وحشي ځناورو د غیرې قانوني کاروبار د مخنیوي د پروژې مشره، د دغې لایحې په هکله یې امریکا غږ ته داسې وویل

" د دې لایحې اساسي معنی دا ده چې باید قانون په سمه توګه نافذ شي. په انټرنیټ د لارې د خرڅونکو سره باید ګډ کار کول زیات شي، د قانون د بدلیدو پر سره به خبرو ته فرصت پیدا شي او د قانون د قوي کولو لپاره به کار وشي تر څو وکړی شو په سمه توګه هغه مجرمین په نښه شي چې د وحشي ځناورو د بدن نه د جوړ شويو شیانو غیرې قانوني کاروبار کوي. "

نړیوالو پولیسو د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د قاچاقبرانو په خلاف جدي مبارزه پیل کړې
نړیوالو پولیسو د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د قاچاقبرانو په خلاف جدي مبارزه پیل کړې

خو میرمن شو وایي چې د قانون د تنفیذ ادارې په یوازې ځان نشي کولی چې د انټرنیټ د لارې د غیرې قانوني کاروبار مخه ونیسي. هغوي تیره میاشت په چین کې د انټرنیټ د خدماتو د برابرولو یوې کمپنۍ سره قرارداد وکړ چې پدې برخې کې ورسره همکاري وکړي. میرمن شو وایي چې په چین کې د وحشي ځناورو د قاچاق د مخنیوي لپاره هلې ځلې کامیابه دي.

" په چین کې دا یوه جدي مسله دي چې په انټرنیټ یا عام بازار کې دې څوک د فیل غاښونه خرڅ کړي. د چین د ځنګل ساتنې پولیسو یوازې په همدې روان میلادي کال کې تقریباً دوه سوه کیلو ګرامه د فیل غاښونه او اولس کیلو ګرامه د کرګدن ښکرونه ونیول چې یو چا د انټرنیټ د لارې خرڅول. پولیسو دغه غیرې قانوني مواد زمونږ د ادارې په همکارۍ ونیول. "

میرمن شو لنګ وایي چې د انټرنیټ د لارې جنایي جرمونه په خورا چالاکۍ سره کیږي او کله چې یوه کمپنۍ وتړل شي په سبا یې بله پرانیستل کیږي. وروسته له هغې چې په چین کې په غیرې قانوني ډول د وحشي ځناورو د بدن نه د جوړو شویو تولیداتو د کاروبار د مخنیوي لپاره مبارزه پیل شوه، د تجارتي سایټونو نه دغه تولیدات لیرې شول او خلکو ټولنیزو رسنیو ته مخه کړله.

XS
SM
MD
LG