د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان میرمنو سره د تاوتریخوالي مخنیوی څنګه کېدی شي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لوی کمپاین پیلوي
د افغانستان د ښځو چارو وزارت له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لوی کمپاین پیلوي

د ښځو د حقونو يوشمېر فعالان وايي ترڅو د ښځو چارو وزارت خپله پاليسي بدله نکړي اوسنۍ پاليسۍ له مخې به دا وزارت ونه توانيږي چې د افغان میرمنو سره د زورزیاتيو د پېښو مخه ونیسي.

شکريه جلالزۍ وايي د ښځو چارو وزارت بايد خپله پاليسي بدله کړي
شکريه جلالزۍ وايي د ښځو چارو وزارت بايد خپله پاليسي بدله کړي

​د افغان ښځو د همغږۍ د ټولنې مشرې شکريي جلالزۍ امریکا غږ اشنا ته وويل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي او تشدد بڼې په هر ولايت او سيمه کې فرق لري.

هغه وايي د ښځو چارو وزارت د پيښو د څرنگوالي په نظر کې نيولو سره باید خپله پاليسي برابره کړي "له بده مرغه د ښځو لپاره د جامع پاليسۍ په جوړولو کې د ښځو چارو وزارت پاتې راغلی دی".

د مدنی ټولنې يو شمير غړې بيا د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي مبارزه يواځې د ښځو چارو وزارت پورې مربوطه نه گڼي. هغوی پدې باور دي چې که د هرې کورنۍ نارينه پر خپلو میرمنو، خوېندو او لورګانو سبق ووايي، د ښځو په وړاندې تاو تريخوالي په مخنيوي کې به يې به ستر رول لوبولی وي.

د خوست ولايت مدني فعاله ناديه باوري وايي "نارينو ته بايد پوهاوی ورکړل شي چې په ښځو تعليم وکړي او د تاوتريخوالي د له منځه وړلو اساسي لار همدا ده."

يو شمير فعالان دا هم وايي چې د افغانستان په څير ټولنه کې چې د ديني عالمانو خبرو ته تر هر چا ډير ارزښت ورکول کيږي، ښه به داوي چې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتیو په مخنیوي کې هم له ديني عالمانو مرسته وغوښتل شي.

دافغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا وياند مولوي محمد قاسم حليمي امریکا غږ اشنا ته وويل، د ښځو پر وړاندې د تشدد په مخنيوي کې دوی نه يواځې دا چې د هغو سازمانونو سره همکار دي چې د ښځو لپاره کار کوي بلکه دا خپل مکلفيت گڼي چې د ښځو د حقونو لپاره د اسلام په رڼا کې خلک پوه کړي.

هغه وايي "په اسلام کې ښځې ته عظيم مقام ورکړل شوی، هر ډول تشدد یي په مقابل کې ناروا دی او په دې برخه کې د نورو پوهول زمونږ فريضه، وجيبه او وظيفه ده."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بيا وايي چې د ښځو سره د زور زیاتو د پېښو مخنیوی یوازې د قانون په تطبیق سره امکان لري.

د وزارت د پالیسۍ د برخې مرستيالې سپوږمۍ وردک امریکا غږ اشنا ته وويل​"که د ښځو سره تاو تريخوالي د منع قانون په افغانستان کې پلی نشي هيڅ ډول پاليسي به کار ورنکړي. زمونږ هيله داده چې مجرمينو ته دې سزا ورکړل شي، وزارت هرې سیمې لپاره ځانگړې پلان لري چې د پيښو او ضرورتونو ته په کتو يي تطبيقوي."

آغلې سپوږمۍ وردک پر نورو فعالانو او په خاص ډول پر دیني عالمانو غږ وکړ چې په دې برخه کې له وزارت سره مرسته وکړي.

د روانې مياشتې د (نومبر ٢٥) د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ده، د افغانستان د ښځو چارو وزارت هر کال د همدې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي په هدف کمپاين پيلوي.

XS
SM
MD
LG