د لاس رسي وړ اتصالات

وتلي امریکایي دیپلومات تقاعد وکړ


د جان کري په وینا د ښاغلي اولسن اوږد مهال خدمتونه چې موده یی ٣۴ کاله وغزیده د یادولو وړ ده
د جان کري په وینا د ښاغلي اولسن اوږد مهال خدمتونه چې موده یی ٣۴ کاله وغزیده د یادولو وړ ده

د بهرنیو چارو وزیر، جان کري د ښاغلی اولسن څخه د یوه وتلي امریکایی دیپلومات په توگه یادونه او د کار ستاینه یی وکړه. هغه وویل ښاغلي اولسن د دریو لسیزو دپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بیلابیلو پوستونو له لارې په افریقایی هیوادونو او په وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې دنده تر سره کړې ده.

د ښاغلی کري په وینا ښاغلی اولسن د وروستیو پنځلسو کلونو په موده کې د افغانستان د پرمختگ په پیاوړتیا کې زښت زیار ایستلی دی چې په افغانستان کې د مصالې او پخلاینې هڅو ته یی لومړیتوب ورکړ.

د جان کري په وینا په پاکستان او، متحده عربی اماراتو کې د ښاغلی اولسن اوږد مهال خدمتونه چې موده یی ٣۴ کاله وغزیده د یادولو وړ ده.

هغه پدې موده کې د پرمختیایی او اقتصآدي چارو د همغږۍ مدیریت په غاړه درلود، په کابل کې یی د امریکا په سفارت کې بیساري خدمتونه کړي دی.

په مکسیکو، یوگندا، تونس، سعودی عربستان، اتیوپیا، عراق او ناتو کی هم د وتلي چارواکي دندی په بریالیتوب پای ته رسولي او ترڅنگ یی پخپله په واشنگتن کې د هغه د مشرتابه او د دیپلوماسۍ په ډگر کی یی زیار د ویاړ، ستاینې او یادونې وړ دی.

XS
SM
MD
LG