د لاس رسي وړ اتصالات

د الوتکې د رالویدو په پيښه کې د برازیل د فوټبال لوبغاړي‌ وژل شوي


الوتکه په کلمبیا کې رالویدلې او د برازیل د فوټبال د یو کلب د لوبغاړو په شمول ۷۶ کسان وژل شوي دي.
الوتکه په کلمبیا کې رالویدلې او د برازیل د فوټبال د یو کلب د لوبغاړو په شمول ۷۶ کسان وژل شوي دي.

په کولمبېا کې د ېوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمیر ٧٦ ته رسیدلی.

په دغه الوتکې کې، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د کلمبیا د میدلین په غرنۍ سیمه کې راولویدله، د برازیل د فوټبال د یو مشهور کلب لوبغاړي سپاره وو.

الوتکې کې ۸۱ کسان سپاره وو.‌ په لومړی سر کې ویل شوي‌ و چې د ګولکیپر په شمول پنځه کسان ژوندي پاته دي.

خو وروسته بیا وویل شول چې ګولکیپر مارکوس ډانیلو پډیلها روغتون ته په لاره کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

الوتکه د وینزویلا د یو وړوکي هوايي‌ شرکت وه او د بولوویا نه یې حرکت کړی و چې د برازیلي کلب لوبغاړي کلمبیا ته انتقال کړي چې د کوپا سوت امریکانا د ټورنمنټ په فاینل کې لوبه وکړي.‌

د دې لپاره چې الوتکه په یوه غرنۍ سیمه کې رالویدلې وه نو د ژغورنې عملیات هم ګران و‌.‌

د جنوبي امریکا د فوټبال فدراسیون د پيښې له امله تر نامعلومه وخته خپل فعالیتونه ځنډولي دي.‌

XS
SM
MD
LG