د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې په ژمي کې هم د پوځي عملیاتو غوښتنه وشوه


د کندوز له سقوط راوروسته وسله وال طالبان په ژمي کې هم سیمه نه پریږدي.

د ژمي له راتلو د مخه څو ځل د کندوز چارواکیو په غونډو او له خلکو سره په عامو مجلسونو کې ددې یادونه کوله چې په دغه ولایت کې به د ژمي پر وخت د مخالفو وسله والو پر وړاندې پراخ عملیات وکړي، خو لا هم مخالف وسله وال طالبان د ښار په څنډو کې له افغان ځواکونو سره په سنګرونو کې پراته دي.

په تیرو کلونو کې به د ژمي پر وخت وسله وال طالبان له سیمې وتل خو د کندوز له سقوط راوروسته وسله وال طالبان سیمه نه پریږدي.

د امام صیب ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحلیم وايي چې ددوي په کلي کې د دولت مخالف وسله وال قرارګاه لري او سږ کال او تیر کال ژمی له سیمې نه دي وتلي، هغه وايي چې که افغان ځواکونه په ژمي کې عملیات وکړي کیدای شي مخالفین له سیمې ووځي.

د کندوز څو تنه اوسیدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو او د افغان سیمه ییز حکومت له خوا د مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو په اړه خپل نظرونه داسې څرګندوي.

د کندوز د ولایتي شورا ریس امرالدین ولي هم وايي چې سیمه ییز حکومت په سیمه کې د مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو هیڅ پلان نه لري: (( دولت له خلکو سره ژمنه کوي چې سیمه به له مخالفینو څخه پاکه کړي خو تر اوسه هیڅ د تصفیه کولو چارې نه دي پیل شوي.))

خو د ولایتي شورا یو بل وکیل بیا وايي چې که حکومت د ژمي له پيل راهیسې د مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل کړي واي اوس به د کندوز ټولې سیمې د افغان ځواکونو په ولکه کې وای، دغه وکیل د ژمي موسم د افغان ځواکونو د عملیاتو لپاره مناسب وخت ګڼي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کامه وال وايي چې تر اوسه عملیات نه دي پيل شوي، هغه د عملیاتو د پيل او نه پيل کیدو هیڅ علت ونه ښوده خو زیاته یې کړه چې تر اوسه د عملیاتو پلان نه لري.

په کندوز کې خلک له دې هم شکایت کوي چې د ښار دننه د دوکانونو چور لا هم د پخوا په څیر دی، په دغه ښار کې وسله وال پر صرافانو، درملتونونو او هغو دوکانونو حمله کوي او مال یې لوټي چې زیات عایدات لري.

په دې وروستیو ورځو کې د کندوز د ښار له شاوخوا امنیتي پوستو څخه د شپې له خوا د پولیسو او ځواکونو د وتلو او په امن سیمه کې دشپې تیرولو خبرونه خپاره شول.

د کندوز د امنیې قوماندان د یوې اعلامیې په ترڅ کې دغه خپاره شوي خبرونه ردوي، خو زیاتوي چې محلي پولیس او ملي پولیس چې په کمربندي پوستو کې دندې لري د شپې له خوا په کورونو کې اوسیږي ځکه چې پوستې پر کندوز د برید پر وخت ویجاړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG