د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ممکن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمیر زیات کړي


متحده ایالتونه په افغانستان کې د سختدریځو پر وړاندې جګړه کوي او په عراق او سوریې کې د داعش ډلې د جنګیالیو په ځپلو بوخت دي.

له افغانستان څخه نیولې تر سوریې پورې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مشرۍ اداره به په ۲۰۱۷ کال کې له ګڼو امنیتي ننګونو سره مخامخ وي.

شاوخوا پنځلس کاله کیږي چې امریکا او نړیوال ملګري یې په افغانستان کې پوځي حضور لري.

د پوځي چارو کارپوهان وړاندوینه کوي چې ممکن واشنګټن په دغه هېواد کې د لنډې مودې لپاره د خپلو پوځیانو شمیر زیات کړي.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر اوس له ۱۴۰ زرو څخه ۱۵ زرو ته ښکته شوی دی.

د امریکا په بروکنکز څېړنیز انسټیټیوټ کې د پوځي چارو او بهرنۍ پالیسۍ کارپوه، مایکل اوهانلن وایې: "که موږ لږ نوره مرسته وکړو، نو د افغانستان په پوځ او پولیسو به فشار کم شي، دابه هغوی ته فرصت ورکړي چی خپل قابلیتونه زیات کړي او د جګړې له ډېرو تلفاتو نه به په ښه توگه راووځي."

افغانستان دا مهال د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره نژدې په بشپړه توګه نړیوالو مرستو ته اړ دی.

د ناټو پوځیانو سربیره اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي عسکر د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې بوخت دي.

د جمهوررئیس اوباما د نوې طرحې پر بنسټ امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان پریږدي.

مخکنی پلان دا و چې دغه شمېر د روان میلادي کال تر پایه ۵۵۰۰ پوځيانو ته راکم شي.

XS
SM
MD
LG