د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د تور بازار شپږ تجاران و نیول شول


صدراعظم مودي حکومت د مالیاتو د راټولولو په لړ کې پنځه سوه گون او زرگون بانکي نوټونه بند کړل
صدراعظم مودي حکومت د مالیاتو د راټولولو په لړ کې پنځه سوه گون او زرگون بانکي نوټونه بند کړل

دهند پولیسو نن د مهاراشترا په غربي ایالت کې دوه کیلوگرامه سره زر، درې نیم ملیونه روپۍ او شپږ تجاران نیولي دي.

صدراعظم مودي حکومت د مالیاتو د راټولولو په لړ کې پنځه سوه گون او زرگون بانکي نوټونه بند کړل

دهند پولیسو نن د مهاراشترا په غربي ایالت کې دوه کیلوگرامه سره زر، درې نیم ملیونه روپۍ او شپږ تجاران نیولي دي.

د صدراعظم مودي حکومت په دقیقه توگه د مالیاتو د راټولولو په لړ کې پنځه سوه گون او زرگون بانکي نوټونه د نومبرپه اتمه بند کړل.

حکومت امر وکړ چې خلک خپلې پېسې د ډېسمبر تر وروستۍ نېټې پورې په نویو نوټونو بدلولی شي. خو د حکومت مخالفو گوندونو لکه کانگرس دا اقدام په کلکه وغانده.

دنیول شوېو روپۍ ارځښت د یوپنځوس زرو او پنځه سوه نوي امریکايی ډالرو سره برابر دی. دا روپۍ ټولې د هندوستان په نويو دوه زره گون بانکي نوټونو باندې بدلې سوې وې.

د بمبئي د پولیسو دامنیه قوماندانۍ مرستیال جیراج چپاډیه وايي "دوی بمبئي ته نېژدې د پنویل نیمايی برخه کې لاره بنده کړله او په مشکوکو موټرو پسې ېې د څار په ترڅ کې شپږ تجاران ونیول".

په دې جمله کې له دوو کسانو سره درې نیم ملیونه روپۍ وې او له څلورو نورو سره دوه کیلوگرامه سره زر د بسکټو په بڼه پېدا شول.

د پولیسو منصبدار چپاډیه وویل مشکوک کسان د مالیی دوزارت چارواکیو ته دنورو اقداماتو لپاره سپارل شوي دي.

حکومت د هند ریزرف بانک (آربي آی) ته هدایت کړی دی چی هرڅوک له پنځو زرو نه زیاتې ممنوع شوې پېسې بانک ته د بدلون لپاره ور وړي، نو له هغوی نه دې پوښتنی وشي. پنځه زره هندوستانۍ روپۍ د امریکا ٧۴ ډالره کېږي.

د حکومت مخالفو سیاسی ډلو په دې کار سخت اعتراضونه وکړل.

د هند د کانگرس گوند یو غړي رندیپ سرجې والا د مودي حکومت په دوه مخۍ اودوه ژبۍ تورن کړ. سرجې والا وویل چې د مودي حکومت په خپله مغشوش دي او د خپلو مغشوشو او مبهمو فرمانونو په وجه نورخلک هم مغشوشوي.

دبنگلور یو اوسیدونکی وايي دامناسبه او په انصاف برابره خبره نده چې بانک هره ورځ خپل مقررات بدلوي.

حکومت غواړي د راکړې ورکړې هغه معاملې چې له رسمي چوکاټ نه بهر داقتصاد په تور بازار کې سرته رسیدلې، په هغو کنترول پېدا کاندی، څو له دې لارې نه د مالېې په لگولو کې کار واخلي.

د دغو معاملو ارځښت، د هند د مجموعي داخلي محصول په سلو کې شل ته رسیدی. دپانگې اچونې کمپنۍ امبیت وايي دهند داخلی محصول دوه تریلونه دی.

د بهارتیه جنتا حاکم گوند یومشر شریکانت شرما د مخالفو گوندونو د اعتراضونو په اړه وویل " یوشمېر کسان په بانک کې له ستونزو سره مخامخ ول، له همدې امله زموږ حکومت یوه له اطلاعیه خپره کړله چې مشتریان په بانک کې له ستونزوسره مخامخ نشي".

دهند صدراعظم نریندرا مودي د ستر ارځښت لرونکي بانکي نوټونه لکه پنځه سوه گون او زرگون له دې امله لغو کړل چې یو شمېرکسانو دمالیی له مامورانو نه خپله شتمه مني پټه ساتله. توربازار یا تور اقتصاد د هند پر اقتصاد باندې ناوړه اغېزې درلودلې.

د تور بازار دغه راز معاملو د صدراعظم مودي د حکومت یومهم مقصد ته چې له خلکو نه په دقیقه توگه مالیه ټوله کړي په ټینگه زیان رساوه.

XS
SM
MD
LG