د لاس رسي وړ اتصالات

ډونالد ټرمپ او په آسیا کې د خلکو هیلې او اندیښنې


جنوب ختیځه آسیا
جنوب ختیځه آسیا

په واشنګټن کې د نوي دوران پیل کیدو سره، آسیا په ځان د اتکا کیدو لپاره تیاری نیسي

په جنوب ختیځه آسیا کې خلک د جمهور رئیس ډونالدټرمپ په واکمنۍ کې د واشنګټن سره په اړیکو کې د یو بی ساري بدلون لپاره ځان تیاروي. متحده ایالات د لسیزو رادیخوا په آسیا کې نظامي او اقتصادي حضور لري.

کومې نښې چې ټرمپ د خپل بهرني سیاست په اړه څرګندې کړي دي، له مخې یي ښکاري چې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما د ارادې برعکس چې آسیا یي محوري سیمه او د امریکا په ډیر حضور پیدا کیدو یي ټینګار درلود، اوس داسی ونشي. د رسمي کار پیل کیدو په لمړنیو اقداماتو کې، ټرمپ د ټرانس پسیفیک همکارۍ د قرارداد نه ځان وایستلو. دا د همکارۍ هغه قرارداد و چې د اوباما حکومت او د آرام سمندر یوولسو هیوادونو لاسلیک کړې و.

ټرمپ دا خبردارې هم ورکړې چې په چینایي تولیداتو به تر پنځه څلویښت فیصده مالیات لوړ کړي او د هغه څلویښت کلن دیپلوماتیک پرټوکول هم مات کړ چې د خودمختاره تایوان په ملاتړ یي د جمهو رئيس سای انګوین سره تیلیفوني خبرې وکړې. بیجنګ وایي تایوان د چین برخه ده. ټرمپ د جمعې په ورځ د خپل لوړې مراسمو کې وویل چې "د همدې شیبې وروسته به امریکا لمړیتوب ولري."

دلته به ولولئ چې د آسیا او آرام سمندر په سیمه کې خلک ولی داسی فکرکوي چې د جمهور رئیس ټرمپ دوره به د هغوئ ژوند اغیزمن کړي:

د رسمي کار پیل کیدو په لمړنیو اقداماتو کې، ټرمپ د TPP د قرارداد نه ځان وایستلو.
د رسمي کار پیل کیدو په لمړنیو اقداماتو کې، ټرمپ د TPP د قرارداد نه ځان وایستلو.

هند

آمول شرما د وترنرۍ شخصي کلینیک لري او وایي کیدی شي هند د ټرمپ د جمهوري دورې ګټه ترلاسه کړي. شرما فکر کوي چې ټرمپ به د چین سره ښه اړیکې ونلري او که چیرته ولري نو بیاهم د یو نوي مخ پرودې هیواد ملاتړ ته به اړتیا ولري. شرما وایي ددی حمایت لپاره به هند ښه انتخاب وي.

جاپان

هیتوشي شیریشي یوه نرسه ده او دیته اندیښمنه ده چې د ټرمپ دا دریځ چې وایي امریکابه لمړۍ وي د جاپان او نورو هیوادونو سره د همکاریو د شویو قراردادونو لپاره به څه معنی ولري. هیتوشي وایي د ټرانس پسیفیک د همکارۍ له تړون څخه د ټرمپ وتلو ته په کتو، اړیکې او نور کارونه چې د پخواني جمهور رئیس أوباما په وخت کې جوړ شوي وو، ټول به بیرته په شا شي. دا نرسه د جاپان په اوکیناوا ټاپو کې د امریکا د اوږدې مودې نظامي ځواکونو د شتون سره هم مخالفت څرګند کړ او وایي پدې ډیره اندیښمنه ده چې وضعیت به ډیر خراب شي.

جنوبي کوریا:

نونلس کلن محصل کیم ایون سل وایي ټرمپ غواړي چې چین د ازمون په حال کې وساتي چې همدا کار کیدی شي کړکیچ پراخ کړي او دا کار زمونږ هیواد هم اغیزمن کوي. کیم د جنجوا ښار اوسیدونکی دی. هغه وایي د جنوبي کوریا نه پدې هیواد کې میشتو امریکایي ځواکونو ته د نورو پیسو غوښتنه ی ادا فشار زیاتیدل چې د ازادې سوداګرۍ یوه موافقه وکړي، کیدی شي د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو په اتحاد کې درز ایجاد کړي. کیم وایي ټرمپ د شمالي کوریا د اتومي وسلو جوړولو په ځواب کې د نظامي قوت کارولو خبره کړې او دا کار د دواړو کوریاګانو په سیمه کې وضعیت نورهم خرابوي.

چین

په بیجنګ کې یوه متقاعده معلمه "ما روئ" وایي کله چې ټرمپ ټاکنې وګټلې نو کوشش يي وکړ چې تایوان د چین نه برتره وګڼي او همدا خبره ډیر د خپګان ده. ما دوه اتیاکلنه ده. د تجربو له مخې وایي چې چین به د ټرمپ په وړاندې څه دریځ ونیسي. د هغې په باور ټرمپ یو سوداګر دی او کوشش کوي د اقتصاد د ښه کیدو لپاره، تایوان د یوې آلې په توګه د چین په وړاندې وکاروي. میرمن ما فکر کوي چې ټرمپ به پدې کار کې کامیابه نشي او ترڅنګ يي چین هم د هغه په وړاندې به ځنې ګامونه اوچت کړي. ماروئ فکر کوي چې د ټرمپ په راتلو سره د چین او امریکا په روابطو کې به دومره لوی بدلون رانشي. د هغې په باور چین په یوازی سر خپل ځان سمبالولی شي او وایي د چین سره خرابې اړیکې لرل د امریکا په ګټه هم ندي.

تایوان

د ټرمپ د کاري سابقې له مخې، ځنی تایوانیان داسی پیش بیني کوي چې پر تایوان د امریکا د اوږدې مودې نظامي تجهیزاتو د پلورلو پر أساس به دواړه هیوادونه دوستانه اړیکې ولري او تایوان په د خودمختاره نظامي دفاعې حالت ته ورسیږي. اوه دیرش کلنه منهواچئن وایي هرڅه به د راکړې ورکړې پر بنسټ مخکې لاړ شي. بیلګه يي داده چې د تایوان مشر سای سره ټرمپ په تیلیفون خبرې کړي او دا ځکه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي وسلو د تجارت لوی چانس موجود دی.

اندونیزیا

څلور دیرش کلن انګول هیرمانټو د یوې مجلې مدیرمسؤل دی او فکر کوي چې اندونیزیایي سیاستوال به د پخواني جمهور رئیس أوباما په پرتلې د ټرمپ سره په اسانۍ کار وکړې شي. انګول وایي که د هغه په خصلت او خوي چلن وشي، نو اندونیزیایي سیاسون پدې کار کې ډیر مهارت لري او هرڅه چې وغواړي د ټرمپ نه به یي ترلاسه کړي.

مالیزیا

نونلس کلنه عدیب علیا ذلان وایي مالیزیایانو تردی مخکې داسی څرګنده کړې چې د امریکا جمهور رئیس د دیموکراسۍ او عدالت یو استازی دی چې کیدی شي کوشش وکړي د مالیزیا په محلي سیاستوالو فشار راوړي ترڅو په شفافیت او صادقانه خدمت وکړي. خو اوس پدې باور دی چې د ټرمپ په راتلو سره دا هیله نلري او داسی تمه هم نلري چې ټرمپ دی په نژدې کلونو کې مالیزیا ته ورشي او د ازادو او عادلانه انتخاباتو یادونه دی وکړي. عدیب وایي فکر نه کوي که ټرمپ دی په خپل بهرني سیاست کې پدې اړه دومره علاقمندي ولري او کیدی شي په "آسین" یا د جنوب ختیځي آسیا د لسو متحدو هیوادونو سازمان سره يي څرګند کړي. عدیب وایي د چین سره د یو مهم اقتصادي همکار په توګه د ټرمپ معامله کول به د امریکا او مالیزیا اړیکې تر پوښتنې لاندې راوړي.

نوی زیلاند

وینټن مور د ډیټا جوړولو یو متخصص دی. په شیکاګو کې يي اوه کاله د فزیک زده کړې کړي دي. هغه وایي د ټرمپ لمړنی اقدام چې نوی زیلاند به اغیزمن کړي هغه د ټرانس پسیفیک همکارۍ د قرارداد نه د امریکا وتل دي.

وینټن فکر کوي چې په نوي زیلاند کې کیدی شي اکثره خلک پدې کار خوشحاله شي او وایي داسی ښکاري چې په نوي زیلاند کې قوي امکانات شته چې دا خبره کوي.

XS
SM
MD
LG