د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: سوریې کې د ایران موجودیت د سولې مخکې خنډ دی


د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتن سره په مسکو کې کتلي دي او ورته یې وویل چې تر څو ایران په سوریې کې موجود وي، په دغه هیواد کې سوله نشي راتلی.

نتن یاهو د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل "مونږه په سوریې کې د ایران په شتون، ارادو او اهدافو وغږیدلو او ما په ښکاره وویل چې تر څو ایران د اسرائیل د تباهۍ اراده لري او په سوریې کې موجود وي نو په سوریې کې د سولې موافقه نشي کیدلی."

ایران چې د اسرائیل ښکاره دښمن دی، د سوریې په کورنۍ جگړې کې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کوي. او سوریې ته یې د هغه په طرافدارۍ د جنگ لپاره ملیشې هم لیږلي دي.

نتنیاهو د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایران د اسرائیل په خلافخپلو ملیشو ته وسله ورکړي ده، دوي په سوریې کې ځان د دې لپاره قوي کوي چې د اسرایلو په خلاف جنگ پیل کړي.

هغه زیاته کړه "تر څو چې ایران په دغې جگړې کې شامل وي نو هلتهپه سوریې کې سوله نشي راتلی. نو په دی خاطر ایران باید د سوریې نه وویستل شي."

روسیه چې د بشار اسد ملاتړ کوي، د سوریې د راتلونکي په هکله یې تیره اونۍ د ژنیو په غونډی کې گډون وکړ. د دغې غونډي مشري ملگري ملتونو وکړه خو د کومې نتیجې نه بغیر ختمه شوه.

نتنیاهو زیاته کړه چې اسرایلو د حزب الله ډلې ته چې ایران یې ملاتړ کوي د سوریې د لاری د وسلو د قاچاق د بندولو لپاره په لسگونو بریدونه کړیدي.

د یادوني وړ ده چې اسرائیلو او روسیې دوه کاله پخوا په سوریې کې د بریدونو په هکله د پوځي همکارۍ یو موافقه کړي وه.

XS
SM
MD
LG