د لاس رسي وړ اتصالات

په حلب کې په یو جومات هوایي بمبارۍ ۴٢ تنه وژلي


په سوریې کې د بشر د حقوقو د څارنې یوې ډلې چې مرکز یې په برطانیې کې دی، پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د سوریې د حلب ښار ته نژدې د الجنا په سیمې کې په یو جومات باندي په هوايي بمبارۍ کې کم تر کمه ۴٢ تنه وژل شوي او په لسگونو تنه زخمیان دي.

دغه سیمه د سوریې د حکومت په ضد د یاغیانو په کنټرول کې ده او بمباري هغه وخت وشوه چې ډیرو خلکو په جومات کې د ماښام لمونځ ادا کاوه.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره اداره وایي چې د دغو سیمو زیاتره اوسیدونکو د جنگ د لاسه خپل کورونه پریښي دي.

د سوریې حکومتي او د روسیې هوایي قواو په حلب او ادلیب ایالتونو باندي گڼ شمیرهوایي بریدونه کړیدي. د امریکا هوایي ځواکونو هم په دغه سیمه کې په تیره میاشت کې په هغه جهادي ډلې چې د القایدې سره تړاو لري، بمبارۍ کړي.

د سوریې په شمال ختیځ کې د سوریې د حکومت مخالفه یاغي ډله د بشارالاسد په خلاف جنگیږي. امریکا، ترکیه او خلیجي هیوادونه په دغې جگړې کې د اسد د مخالفینو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG