د لاس رسي وړ اتصالات

پینټاگان وایي چې د داعش په ضد جگړه به د پخوا پشان روانه وي


پینټاگان د دوشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف به خپل دریځ نرم نکړي.

د امریکا د دفاع په وزارت د هغې نه وروسته سختې نیوکې وشوې چې داسي رپورټونه خپاره شول چې د عراق د موصل په ښار کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواو په هوایي حملو کې ملکیان وژل شویدي. لیکن پینټاگان وایي چې په دغو حملو کې د ملکیانو د وژلو په هکله تحقیقات کوي.

په موصل کې عیني شاهدین او عراقي چارواکي وایي چې د اسلامي دولت په ډلې باندي د تیرې اونۍ بمباریو ځیني کورونه نړولي دي چې پکې ٢٠٠ تنه د خاورو لاندي شویدي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند جان تامس خبریالانو ته ووئیل چې امریکا د اسلامي دولت د ډلې په ضد د عملیاتو په طریقی کې بدلون نه راولي. ښاغلي تامس زیاته کړه چې که دغه جگړه هغه سیمو ته هم وغځیده چې زیاتره ملکیان پکې اوسیږي بیا به هم دوي د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جگړې ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه " په کومه طریقه چې مونږ په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف عملیات کوو، جنرال ووټیل په هغې کې د بدلون نیت نلري. زمونږ لاره سمه ده او پکار ده چې په دغه لار روان ووسو."

جنرال جوسف ووټیل د مرکزي قوماندانې مشر دی.

که چیرته په موصل د بمبارۍ رپورټونه تائید شول نو دا به په ورستیو وختونو کې د امریکا د پوځ په عملیاتو کې د ملکیانو د وژل کیدو تر ټولو بده خونړۍ پیښه وي. امریکا په دی ویاړي او هڅه کوي چې د ترهگرۍ په ضد په جنگ کې ملکیانو ته کم تاوان ورسوي.

تامیس وویل چې په دغه سیمه کې د دغو حملو په هکله په تیرو لسو ورځو کې ٧٠٠ ویډیو گاني جوړي شویدي چې دوي یې گوري او کوښښ کوي چې حقائق معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG