د لاس رسي وړ اتصالات

سوریايي یاغیان له حمص ښار څخه ووتل


یو شمېر یاغیان د سوریې او ترکیې سرحد ته نږدې د جرابلس ښار ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر یاغیان د سوریې او ترکیې سرحد ته نږدې د جرابلس ښار ته لېږدول شوي دي.

له سوریې څخه خپریدونکی، د الاخباریه ټلویزیون خبر ورکړی چې د سوریې د رژیم لسګونه مخالف جنګیالي او د هغوي کورنۍ د حمص له ښار څخه وتلي دي.

د رئپوټونو په اساس د حمص له الویر ولسوالۍ څخه ۳۵۰ کسان په ۲۰ بسونو کې د سوریې شمال، ادلیب ښار ته انتقال شوي دي. دا په تیرو دوو اوونیو کې د یاغیانو دریمه ډله ده چې له سیمې څخه وځي.

یو شمېر یاغیان تردې پخوا د سوریې او ترکیې سرحد ته نږدې د جرابلس ښار ته لېږدول شوي دي.

له سیمې څخه د جنګیالیو وتل د هغې توافق نامې یوه برخه ده چې له مخې یې د الویر ولسوالي دولتي قواوو ته سپارل کیږي.

د اپوزیسیون فعالان پر دغې توافق نامې د نیوکې سربیره وایې چې حکومت غواړي د الویر ۱۲ زره اوسېدونکي او ۲۵۰۰ وسله وال بېځایه کړي.

د سوریې حکومت د فعالانو نیوکې نه مني چې کواګې له حمص او تر محاصرې لاندې نورو ښارونو څخه د یاغیانو وتل دې عام خلک له خپلو کورونو څخه بېځایه کړي.

د بشرالاسد د راتلونکې په اړه خلک تصمیم نیسي

د امریکا د جمهور رئیس ویاند، شان سپایسر د جمعې په ورځ [مارچ ۳۱] وویل چې متحده ایالات باید په سوریې کې سیاسي حقایق ومني. هغه وویل چې د سوریې د جمهور رئیس، بشارالاسد د برخلیک په اړه ددغه هېواد خلک تصمیم نیسي.

سپایسر وویل چې د امریکا پخوانۍ ادارې د سوریې د حالاتو د بدلولو لپاره "ډیر فرصتونه ضایع کړل".

د جمهور رئیس ټرمپ ویاند د بشارالاسد د کوښه کیدو په اړه تبصره ونکړه خو ویې ویل چې پدې اړه یواځې د سوریې خلک پریکړه کوي.

د سپایسر په وینا د اوسمهال لپاره په سوریې کې د امریکا پالیسي د داعش جنګیالیو ته شکست ورکول دي.

XS
SM
MD
LG