د لاس رسي وړ اتصالات

دمرستو کمښت به د سوریې د ملیونونو اتباعو ژوند د خطر سره مخ کړي


د مهاجرو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې خبردارې ورکړی چې د انسانانو د ژوند د ژغورلو لپاره چې کومو مرستو ته ضرورت دی د هغې د کمښت له وجې به د سوریې د ملیونونو خلکو ژوند ته خطر پیدا شي. په دی برسیره به د هغو سیمو خلک هم د مشکلاتو سره مخامخ شی چې د سوریې مهاجرینو ته یې پناه ورکړي.

د سوریې د جنگ دا ووم کال دی او اوس دغه جنگ ډیرغمجن پړاو ته ورداخل شویدی. یو څو ورځې مخکې د ملگرو ملتونو د مهاجرو لپاره ادارې ( یو این ایچ سي آر ) یو رپورټ خپور کړ چې وایي د سوریې د هغو مهاجرو شمیر د پنځو ملیونو نه زیات شویدی چې د جنگ د لاسه یې مصر، عراق، اردن، لبنان او ترکیې ته مهاجرت کړیدی.

دغه مهاجر چې د ډیرې مجبورۍ نه یې خپل کور کلی پریښی، مرستو ته سخت ضرورت لري خو یو این ایچ سي آر وایي چې هغوي د مهاجرینو سره د مرستو لپاره پیسې نلري او هم په دی وجه هغوي عاجلې مرستې کمي کړي.

د دغه ادارې ویاند بابر بلوچ وایي چې ملگرو ملتونو ته د دغو مهاجرینو د مرستې لپاره د ۴.٦ ملیارده ډالرو ضرورت دی. خو تر اوسه پورې د دغو پیسو نه دوي ته یواځي ١١ فیصده پیسې راټولي شوي. هغه زیاته کړه چې ملگري ملتونه سږ کال ١.۴ ملیارده ډالرو ته ضرورت لري. ښاغلي بلوچ وویل "وضع ډیره خرابه ده، که چیرې مرستې هغوي ته و نه رسیږي نو کیدای شي ماشومان د ښوونځیو نه محرومه پاتي شی. او دغه مهاجرو ته به د ژوند اساسي ضرورتونه لکه پناه ځایونه، اوبه او داسي نور شیان و نه رسیږي."

بلوچ وایي چې ملگري ملتونه تمه لري چې د چهارشنبې په ورځ په بروکسلز کې کومه غونډه جوړیږي ، په هغې کې به دغې مرستې راټولي کړي. بلوچ د امریکا غږ ته په مرکې وویل چې هیله لري چې نړۍ به د سوریې د محتاج ولس مسئلو ته پام وکړي.

ملگري ملتونه وایي چې په روان کال کې به د مرستو د کموالي د وجې کیدی شي خپل کارونه بند کړي او خبردارې ورکوي چې مهاجرینو ته به خوراکي مواد او پیسې هم په دی کال کې بندې کړي، چې هغه به د سیمې امنیت او ثبات لا زیات د خطر سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG