د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د امریکا او روسیې تر منځ بې باوري زیاته شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف سره ولیدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف سره ولیدل

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي دی چې د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دورې کې د دغو دواړو ملکونو تر منځ بی باوري زیاته شویده. پوتین دغه خبري په داسي وخت کې کړیدي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن روسیې ته تللی.

د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو ښه کیدو هیلي هغه وخت ختمې شوی چې امریکا د سوریې یوه پوځي اډه په کروز توغندیو وویشتله. پدې اډې کې د روسیې عسکر هم دیره وه خو هغوي ته زیان ندی رسیدلی.

ښاغلي ټرمپ په واشنگټن کې په یوې وینا کې وویل چې د روسیې سره د امریکا اړیکي ښې نه دي. د ټرمپ په قول د دواړو ملکونو اړیکي "په تاریخ کې تر ټولو زیاتي خرابي" دي

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزې په وخت په پرله پسې توگه ویلي وو چې د روسیې سره به ښې اړیکې ولري. د ټرمپ د دغو څرگندونو په وجه په هغه د جمهوري غوښتونکي گوند غړو هم سختې نیوکي کړي وی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف سره ملاقات وکړ. په دغه ملاقات کې د روسیې یو لوړپوړي چارواکي د امریکا دریځ "بیځایه او احمقانه" وبللو.

د رووسیې ولسمشر د خپل ملک دولتي ټلوژن ته په مرکې کې وویل "د دواړو ملکونو ترمنځ ، په خاصه توگه د پوځي همکارۍ په برخې کې، د باور کچه د پخوا په پرتله ښه شوي نه ده، او نوره خرابه شویده."

هغه وویل چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ به لا نور زیات کړي او وی ویل چې د اسد قواوو کیمیاوي وسلې نه دي استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG