د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرو لومړی داسي کمپ چې د لمر په انرژۍ ېی کورونه روښانه کړي


په اردن کې د ازرق د مهاجرو کمپ د سوریې د مهاجرو دوهم لوی کمپ دی. دغه کمپ دوه کاله مخکې خلاص شوی. پخوا کمپ بریښنا نه درلوده. خو اوس د ایکیا بنسټ په کمپ کې د لمر د انرژۍ نه د بریښنا د تولید یوه فابریکه جوړه کړې ده او کمپ ته برق ورکوي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د اداری د ریس مرستیاله کیلې کلیمنټس واېې ،، دا د مهاجرو لپاره چې په دغه کمپ کې دي، هر څه دي. دوی د بریښنا مطمینه منبع نه درلوده. برق دوی د خوندیتوب، د شپې دخوا د محافظت او په ژمې کې د کوټو د ګرمولو او په دوبي کې د کوټو د سړولو لپاره کاروي،،.

فرهان نازل چې په دغه کمپ کې اوسیږي وايي چې د بریښنا د اطمیناني منبع د درلودلو مانا ازادي ده.

هغې زیاته کړه ،،هغه وخت چې برق نه و، نو موږ هغه ځایونو ته چې مو زړه غوښتی نه شو ورتللی. د لمر لویدو وروسته به موږ په کورونو کې بند و. اوس چې موږ برق لرو موږ کولای شو چې د همسایګانو کره ولاړ شو، د خپلو ګاونډیانو سره ماښام تیر کړو. موږ خوشحاله یو او دیر څه کولای شو،،.

ماشومان اوس تلویزیون هم کتلی شي، خو انس ته بیا د لمر بریښنا تر دې ډیره مانا لري. انیس احمد چې د سورېې یو مهاجردی او په دغه کمپ کې اوسیږی.

هغه واېې،،چې شروع یې کړو، شاګردان، د مثال په توګه کولای شي چې د شپې خپلې سبقان وواي. دوهم، په کمپ کې به دیره ګرمي وه خو اوس زه پکه لرم. موږ یو یجچال هم لرو، او موږ د اوبو کولر لرو او ډوډۍ ساتلی شو. د کالو د پریولو ماشین هم شته. پخوا به ما اوبه راوړلي او زما ښځې به کالې په لاس پریول. اوس. . . دا د هغې لپاره ډیره اسانه شوې ده،،.

د لمر د انرژۍ نه د برق د تولید په فابریکه کې ۵۰ کسان کار هم کوي. دوی ته د سولر د ښیښو د جوړلو او نصبولو روزنه ورکړل شوې ده. اوس دوی د دې وس لري چې فابریکه وچلوي او یا هم د فابریکې نه دباندې د خپلو مهارتونو نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG