د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی:د وطنوالو هری پوښتنې ځواب ته حاضريم


شااو خوا شپارلس ورځې مخکې د کابل ښار د زمبق څلورلاره کې د ټانکر بم چاودنې له ١٥٠ څخه ډير کسان ووژل او سلگونه نور يي ټپيان کړل.

یو شمېر کابل ښاریانو د دغې حملې د غندلو په غبرګون مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي واوښته او څو تنه پکې ووژل.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د پېښو د پلټنو لپاره د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ او د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزي دندې وځنډولې.

د کابل گارنيزون قوماندان گل نبي احمدزي امريکا غږ سره په مرکه کې وويل د وطنوالو هری پوښتنې ځواب ويلو ته حاضر دی او ټولې کړنې يی د قانون په چوکاټ کې تر سره کړي.

جنرال احمدزی چې اوس يي دنده ځنډول شوې په کابل کې د وروستيو خونړيو پيښو يو لامل په ښارکې د غير مسوول مسلح افرادو شتون گڼي.

جنرال گل نبي احمدزي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:47 0:00

XS
SM
MD
LG