د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل ښار کې معتادین له مختلفو لارو چارو څخه په استفادې پیسې پيدا کوي او د خپل د اړتیا وړ مخدره مواد ورباندې اخلي.

عبدالله چې د کابل ښار د حضوري چمن په یوه څنډه کې له لسګونو نورو معتادینو سره ژوند کوي، له شاوخوا اتلسو کلونو راهیسې پر مخدره موادو "اپین او هیروئينو"باندې روږدی دی.

هغه په کابل ښار کې د سوالګرۍ له لارې پيسې پیدا کوي او ورباندې هیروئين اخلي.

هغه وايي د هیروئينو د پیریدلو لپاره، پر سوالګرۍ سربیره له ډیرانونو، لارو او کوڅو څخه کاغذونه، پلاستیکې بوتلې او زړې اوسپنې هم راټولوي.

په لاندې ویډیو کې، چې زموږ همکار ممتاز بهیر اخیستې ده، تاسې د عبدالله د ژوند ننداره کولی شئ.

XS
SM
MD
LG