د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو مافیا افغانستان ته د کوکنارو نوی تخم وارد کړی


داسې انګېرل کیږي چې افغانستان کې به د کوکنارو د دغه نوي تخم د واردېدو سره، په یو کال کې څو وارې کوکنار وکرل شي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي، نړیوالې مافیا دغه هیواد ته د کوکنارو یو ډول نوی تخم وارد کړی چې په کال کې له یو ځل زیات د کرلو وړ دی او د عادي تخم په پرتله په لنډه موده کې څو برابره حاصل ورکوي.

د دغه وزارت د سروې د ریاست مشر سید نجیب الله احمدي امریکا غږ ته وویل، دا نوی اصلاح شوی تخم چې په ۴۵ ورځو کې حاصل ورکوي د دغه هیواد په جنوبي ولایتونو کې کرل شوی او په روان کال کې به د اپینو د تولید د کچې د لوړیدو لامل شي.

د ښاغلي احمدي پر وینا، د کوکنارو دا تخم چې په چینايي تخم شهرت لري، په ځانګړو کڅوړو کې بند دي او د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

هغه وویل "زموږ د سروې له مخې موږ د کوکنارو د کر لپاره په افغانستان کې دوه فصلونه لرو، پسرلنی کښت او د مني پر مهال کښت، خو په خواشینۍ سره په دې وروستیو کې هغه چینايي تخمونه چې هیواد ته وارد شوي، دا تخمونه په یوې ځانګړې کڅوړې کې بند دي، چې حتا سرې او نورو مسایلو ته اړتیا نه لري، په روان کال کې زموږ مامورینو په سیمه کې راپور ورکړی، چې اوس درې فصله کوکنار کرل کیږي، دا زموږ لپاره ډیره سخته اندیښنه ده."

ښاغلي احمدي زیاته کړه، دا تخمونه له پاکستان څخه پر هغو لارو افغانستان ته واردیږي، چې افغان حکومت ورباندې کنټرول نه لري.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سروې د څانګې رئیس پر وینا، د کوکنارو نوي وارد شوي تخمونه د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې کرل شوي او د عادي تخم په پرتله په لنډه موده کې او څو برابره حاصل ورکوي.

دی وايي "دا تخم چې څنګه په ځمکه شیندل کیږي، له پنځه څلویښت ورځو وروسته عملاً حاصل ورکوي او بزګران له دې تخم څخه ډیر زیات خوښ هم دي، ځکه چې د نورو تخمونو د کر پر مهال به دا ندیښنه وه چې حاصل به ورکړي او که نه، خو د دې تخم (ډي ان اې) داسې ترتیب شوی، چې په هره سیمه کې، که اوبه ولري او یا اوبه کمې وي، یا ځمکه کمزورې وي یا قوي وي، دا تخم هلته نتیجه ورکوي او بزګران هم ورته لیوالتیا لري او بیه یې هم د نورو تخمونو په پرتله لس برابره لوړه ده."

ښاغلي احمدي زیاته کړه دا تخم سپین ګلان کوي، په بشپړ ډول اصلاح شوی او د افغانستان د موسم او هوا له حالاتو سره سم جوړ شوی دی.

د هغه پر وینا، د دغه تخم نمونې پخوا یواځې په جنوبي ولایتونو کې لیدل شوې وې، خو اوس یې بزګران د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم کري.

تیر کال په افغانستان کې په ۲۰۱ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو او شاوخوا ۴۸۰۰ ټُنه اپین ترې حاصل اخیستل شوی وو.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت اندیښنه ښيي، چې په روان کال کې د ناامنیو او افغانستان د کوکنارو د نوي تخم د واردیدو له امله، د مخدره موادو د کر او تولید په کچه کې زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG