د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په یو ټریلر کې اته مړي موندل شوې


دغه ټریلر د امریکا د مشهور دکان وال مارټ مخې ته ولاړه وه

د امریکا د ټیکساس په ایالت کې پولیس وایي چې د یکشنبې په ورځ یې په یو ټریلر کې د اتو کسانو مړي موندلي دي. دغه ټریلر د والمارټ د دکان مخې ته ولاړه وه او نهم کس چې حالت یې ښه نه و په روغتون کې مړ شو.

څارونکې کیمرې ښیي چې د شنبې په ماښام په یو موټر کې ځینې کسانو د دغې ټریلر نه ځینې کسان راښکته کړل او بیا یې ټریلر وتاړه او لاړل.

پولیس هغه وخت خبر شول چې په دغه ټریلر کې یو کس د والمارټ د کارکونکې نه اوبه وغوښتې. پولیس وایي چې په دغه ټریلر کې یې د اتو تنو مړي او دیرش تنه ژوندې وموندل چې پکې دوه تنه ماشومان هم و.

د روغتون چارواکې وایي چې د شلو تنو حالت خراب دی.

د سان انتینیو د پولیسو مشر ویلیم مکمانوس وویل "مونږ نن ماښام د انسانانو د قاچاق د دی مسلې تحقیقات کوو. دا بیخې یوه ویرونکې او غمجنه پیښه ده".

پولیس زیاته کړه چې که دغه کسان په ټرک کې یوه بله شپه پاتې شوی وی نو یو کس به هم د گرمۍ د لاسه ژوندې نه و پاتی شوی.

د ټرک ډریور چې شپیته کلن کس دی، نیول شویدی، پولیس وایي چې د هغه نه یې تحقېقات پیل کړیدي. د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي وایي چې د دی پیښې مکمل تحقیقات به وکړي.

چارواکو په دی هکله لا څه نه دی ویلي چې دغه کسان د کوم ملک اتباع دي خو د سان انتینیو سیمه د میکسیکو نه یو څو ساعته په فاصله کې ده.

جان کیلي وویل"د انسانانو دا قاچاقبران د انسان ژوند ته هیڅ درناوی نه لري او یواځې خپلې گټې ته گوري."

هغه ژمنه وکړه چې د امریکا، میکسیکو او د منځنۍ امریکا چارواکې به د انسانانو قاچاق بیخې ختم کړي او قاچاقبران به د قانون منگولو ته وسپارې.

XS
SM
MD
LG