د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبرپښتونخوا حکومت یو ملیارده ونې کینولي


د خیبر پښتونخوا حکومت د تیرو دوو کلونو په مودې کې یو ملیارده ونې کینولي دي. د دغې بیسارې اقدام هدف د چاپیریال د ساتنې سره مرسته ده.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان په ٢٠١٥ کال کې د ونو د سونامې په نوم دغه مبارزه شروع کړه او تر اوسه پورې یې یو ملیارده ونې کینولي دي.

عمران خان چې په ټوله نړۍ کې د کرکټ د ستورې په هیث مشهور دی، هغه امریکا غږ ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ټاکل شوي وخت نه وړاندې په دغه صوبه کې د یو ملیونه ونو د لگولو خپل هدف ترلاسه کړ. د دغو ونو د لگولو ټاکل شوی وخت د ٢٠١٧ کال د دسمبر میاشت وه.

عمران خان د امریکا غږ ته وویل چې هغوي به د اگست د میاشتې په اخیره کې په اسلام اباد کې د یو ملیارده ونو د کرلو د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لمانځنې یوه غونده کوي.

خان زیاته کړه چې دغې غونډې ته به بهرني ډپلوماتان هم رابلي او هغوي ته به د گوگل میپ په وسیله وښیي چې وني یې په کوم کوم ځایونو کې کینولي دي.

د لکي مروت سیمه د ونو کرلو نه مخکې او وروسته
د لکي مروت سیمه د ونو کرلو نه مخکې او وروسته

پاکستان د هغو ملکونو په جملې کې په وم لمبر دی چې د اقلیم بدلون به پرې اثر کوي او په اسیا کې په هغه ملکونو کې په اول لمبر دی چې ځنگلونه یې په چټکۍ ختمیدونکي دي.

خان وایي چې هیله لري د هغه دغه اقدام به په ملک کې د ځنگلونو د ختمیدو مخه ونیسې.

XS
SM
MD
LG