د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ سره نږدې د راکټ توغندی لګیدلی


په کابل کې پولیس وایي چې راکټ ارګ سره نږدې په محلي وخت بیګا شپه لګیدلی خو د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.

یوې امنیتي سرچینې د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي دي چې راکټ د وزیر اکبر خان په سیمه کې د فوټبال په یوه میدان کې لویدلی. د فوټبال دې میدان سره نږدې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو عمومي قومانداني او د بهرنیو هیوادونو سفارتونه دي.

په کابل کې د راکټ دا توغندی پداسې حال کې واریږي چې څو ساعته وروسته د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره تګلاره اعلانوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو طالبانو تیره اوونۍ جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته دې اضافي امریکایي عسکر نه لیږي.

XS
SM
MD
LG