د لاس رسي وړ اتصالات

پینټگان واېې، د افغانستان ستراتیژی ېې تراوسه نهاېې کړې نه ده


دهغو چارواکو ویلې دی، مهمي پریکړي لاپاته دی، چې وشي.

دفاعی چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل،که څه هم د افغانستان ستراتیژی ،، ستر لومړیتوب،، لري،خو د پام وړ پلانونه لاهم د جوړیدو په حال کې دی، او وخت ورته نه دی ټاکل شوي چې کله باید مکمله شي.

د پنټگان ویاند، ډگروال رابرټ مینگ خبریلانو ته وویل ،، تراوسه لا هم کار پاته دی،،. دلته په دغه وزارت کې ځینې کارونه لا شته، او ځینې ځوابونه ته انتظار یو چې باید ورکړل شي،،.

د امریکا جمهور ریس ډونلډ ټرمپ تیره اونې په خپله وینا کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ستراتیژی په اړه ډیر تفصیلات ورنکړل، چې په افغانستان کې به څومره نورو اضافی سرتیرو ته اړتیا وي او یا دا چې امریکا به څنگه د افغان ځواکونو ملاتړکوي چې د طالبانو او د اسلامي دولت د ډلی د وسله والو سره یو ځاي جنگیږی.

جمهور ریس ټرمپ وویل، ،،د امریکا دښمنان باید زموږ په پلانونو خبرنشی، او یا د هغوی دا باورچې موږ په ستړی کړی، زه دا نه وایم چې موږ به کله برید کوو، خوموږ به برید کوو،،.

د امریکا غږ ته ځینو منابعو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې امریکا به افغانستان ته په نوي سترا تیژي کې۴٠٠٠ اضافي سرتیري واستوي.

البته ددی سیمي دپاره لوړ پوړي امریکاېي قومندان،جنرال جوزف وټل تیره اونۍ خبریالانو ته وویل د دهغو ځواکونو لومړی جوبه به ،په ډیری چټکې، په یو څو ورځو او اونیو کې افغانستان ته واستول شي.

د افغانستان په اړه د جمهور ریس ټرمپ د وینا له مخی، ددی میاشتی په پیل کې، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم میټس داسي وویل، چې زیاتره پلانونه جوړ شوي دی، اوس یواځي دا پریکړه کول دی، چې کوم پلان تر ټولو غوره دی.

د پنټگان د پلان جوړونکو دپاره یو مشکل دا هم دی چې د امعلومه کړی چې دا وخت د امریکا متحده ایالاتو څومره ځواکونه په افغانستان کې شته.

د امریکا چارواکو د ٨۴٠٠ سرتیرو شمیر ورکړی دی، چې د طالبانو او د اسلامي دولت د ډلو پرضد عملیات کوي،خو په دغه شمیر کې د موقتې ملاتړ ځواکونه او یا دفاعی قرار دادیان نه دی شامل کړل شوي.

XS
SM
MD
LG