د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت او طالب مشران تقریباً هره ورځ سره غږیږي


د افغانستان د ملي امنیت او ملي امنیت شورا چارواکي د طالب مشرانو سره د سولې په هکله خبرې کوي
د افغانستان د ملي امنیت او ملي امنیت شورا چارواکي د طالب مشرانو سره د سولې په هکله خبرې کوي

د افغانستان د حکومت چارواکي وایي د ملي امنیت د ادارې رئیس معصوم ستانکزی تقریباً هره ورځ په پاکستان او قطر کې د طالبانو د مشرانو سره په ټیلیفون کې خبرې کوي.

د اې پي خبري اژانس د طالبانو او افغان حکومت د چارواکو تر منځ د خبرو په هکله یو سند تر لاسه کړی چې پکې ویل شویدي "طالبان ظاهراً"دیته چمتو شوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني. د دغه سند له مخې تر اوسه نه طالبانو نه هم افغان حکومت په عامه د سولې د خبرو په پیل کیدو موافقه کړې.

د افغانستان د امنیتي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په خبرو کې طالبانو د افغانستان په اساسي قانون کې د یو څه تعدیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "ضرور ندی چي اصلاحات دي ژر راشي."

د طالبانو عمده غوښتنې

طالبان د هلکانو او نجونو دواړو لپاره تعلیم غواړي خو یو ځای دې زده کړې نکوي. د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې تعلیم ته او میرمنې په حکومتي ادارو کې کار کولو ته نه پریښودل کیدې.

خو طالبان اوس وایي چې میرمنې د دفاع، قضایه قوې په ګډون په ټولو ادارو کې کار کولی شي، خو د سترې محکمې مشرانې نشي ټاکل کیدی او په اساسي قانون کې دې ضمانت ورکړل شي چې ښځه به د افغانستان جمهور رئیسه نه ټاکل کیږي.

د طالبانو بله غوښتنه دا ده چې د هغو په زرګونه قضیو د څیړلو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي چې د طالبانو د حکومت نه وروسته زورواکانو او مالدارو خلکو په غیرې قانوني توګه ځمکه غصب کړیده.

د ځمکو اکثره غاصبین پخواني جهادي قوماندانان او جنګسالاران دي چې ډیر یې . طالبانو ویلي دي چې ځمکې دې ترې واخیستل شي او بیرته دې د هغوي مالکانو ته وسپارل شي.

موقتي حکومت او انتخابات

طالبانو ویلي دي چې موقتي حکومت دې جوړ شي او بیا دې انتخابات وشي. په موقتي ادارې کې دې د پخوانیو حکومتونو پورې اړوند کسانو ته اجازه نه ورکول کیږي.

طالبانو همدارنګه ویلي دي چې حکومت او طالبان دې د انتخاباتو تر وخته د خپل واک لاندې سیمې پخپل کنترول کې ولري.

د قطر د جورج ټاون په پوهنتون کې پروفیسر اناتول لیون وایي د طالبانو نورې غوښتنې په هر ځای خو د "کابل اوسني لوړ پوړي قشر ته به دا ګرانه وي چې واک او اختیار بې طرفه حکومت ته وسپاري."

ښاغلی لیون وایي د دغه لوړپوړي قشر لپاره به بل ګران کار دا وایي چې په راتلونکي کې به طالبان په حکومت کې ورګډ شي.

خو د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې تګلارې د اعلان پر وخت ویلي و چې د طالبانو غړي په سیاسي جوړجاړي کې برخه درلودلی شي.د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت د شورا چارواکو طالبانو سره د خبرو په هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG