د لاس رسي وړ اتصالات

د ایرما توپاني سیلابونو مالي او ځاني زیان اړولی


د جکسویل ښارګوټې هغه ساحه ده چې په یوه پیړۍ کې ترټولو زیاته زیانمنه شوې

د ایرما توپان اوس د جورجیا، ټینیسي، میزوري او البامه ایالتونو ته مخه کړې ده. د رونې اونۍ د پیل راهیسې د ایرما توپان د کربین ټاپوګانې وځپلې او بیا د امریکا فلوریډا ایالت ته ورسیدو.

د اقلیم پیژندونکي وایي ایرما د اتلانتیک سمندر د توپانونو په تاریخ کې ترټولو لوی او طولاني توپان و چې پنځمه کټګوري کې ثبت شو. د ایرما توپان په جریان کې شاوخوا څلویښت کسان مړه شوي چې اکثریت يي په فلوریډا ایالت کې وو. مسؤلین اوس خدماتي عملې لیږي چې قربانیانو ته بیړني کمکونه ورسوي، برښنا فعاله کړي او په فلوریډا کې د زیانونو ارزونه وکړي.

د ایرما توپان له امله رسیدلی اقتصادي زیان ډير دی. یوازی د کربین ټاپوګانو او فلوریډا ایالت د هوايي ډګرونو نه ۴۶۰۰ پروازونه کنسل/ځڼډول شوي دي. اکثره سیاحتي او د میلو په ځایونو کې کاروبارونه زیانمن شوي. خو د توپان د شدت کمیدو سره سم، په زرګونو تخنیکي مامورین او متخصصین سیمې ته ورغلي چې د خلکو د ژغورنې وروسته، بریښنا فعاله کړي.

د ایرما توپان د کربین جزیرې، کیوبا او پورتوریکو هم سخت ځپلي دي
د ایرما توپان د کربین جزیرې، کیوبا او پورتوریکو هم سخت ځپلي دي

په فلوریډا کې ګڼ شمیر خلک د سه شنبې (سیپتمبر۱۲) په ورځ د ایرما توپان له امله زیانونه له نژدې وکتل. د مونرو ناحیې خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې بیرته خپلو ساحو ته ستانه شي. دوئ د فلوریډا لوړې سیمې، کیز ته تښتیدلي وو. دغو ټاپوګانو ته تګ ځکه ستونزمن دی چې لویې لارې یي سختې خرابې شوي او بندې دي.

مقامات وایي اکثره ټاپوګانو کې برښنا نشته، د څښاک د اوبو انتقال نه کیږي او مخابراتي سیستم هم قطع دی. د کیز ټاپوګانو ځنی اوسیدونکي پدې خپه دي چې ولی د خپلو کورونو لری ساتل شوي. د کي لارګو ټاپو اوسیدونکي د پولیسو سره پدې بحث درلود چې ولی ورته د تلو اجازه نه ورکوي، خو پولیسو ویل د هغوئ د خوندیتوب لپاره په مناسب وخت کې د تلو اجازه ورکړي.

مسؤلین وایي د هغو ۴۲ پولونو ځنې د اکثریت معاینه وشوه چې د کیز ټاپوګانې سره نښلوي. ځنی پولونه چې فکر کیدو وران شوي به وي، اوس معلوم شو چې جوړ دي.

د ایرما توپان له امله په فلوريډا کې د شپږملیونو ډير کورونو برښنا قطع شوې ده، او د کیز ټاپوګان د تباهۍ اصلي ساحه ګڼل کیږي. یو حکومتي ویاند وویل د جکسویل ښارګوټې هغه ساحه ده چې په یوه پیړۍ کې ترټولو زیات زیانمن شوی دی. ټام باسرت په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت سلاکار دی. هغه وویل "دا سیلابونه لاهم بهیږي او مونږ د ژغورنې او ساحوي ثبات عملیات پیل کړي دي او دوعا کوو چې د سیلابونو د اوبو له امله همدا اوس نور خلک بند پاتې نه اوسي".

د ایرما توپان به ښایې تر سل میلیارده ډالره زیات مالي اړولی وي
د ایرما توپان به ښایې تر سل میلیارده ډالره زیات مالي اړولی وي

د دوشنبې په ورځ د بیړنیو مرستو لپاره کمکې عملې ولیږل شوې چې د توپان له امله په شاوخوا سیمو کې قطع شوې برښنا بیرته فعاله کړي. جیسیکا راک په پنسلوانیه ایالت کې د ډکیزني لایټ شرکت غړې ده او وی ویل تخنیکې ډلې د هیواد د مختلفو ساحونه، چې د کاناډا نه هم یو ټیم ورغلي، دیته تیارې شوي دي چې په فلوریډا ایالت کې د برښنا د بیرته فعاله کولو لپاره ورشي.

د سمندر لویدیځه څڼډه یو څه خوندي پاتې شوې وه، خو د باد د شدت له امله ګڼ کورونه وران او ونې چپه شوې. مارک میچل په فلوریډا کې د نیپل سیمې اوسیدونکی او وایي چې کله يي د ونو چپه کیدل ولیدل، سترګې يي په اوښکو ډکې شوې. د هغه مارک په وینا ډیر کلونه کیدل چې د فلوریډا ونې ولاړې وې او همدې طبیعت روغې ساتلې وې، خو اوس يي ټولې تباه کړې.

د ایرما په نوم دا کمزورې شوې خو خطرناکه توپان اوس د جورجیا او البامه ایاتونو په لور مخه کړې ده. دواړو ایالتونو دمخه بیړنی حالت اعلان کړې دی. فلوریډا د امریکا په کورني اقتصادي وده کې شاوخوا پنځه سلنه حسابیږي او د ټولې امریکا شپږ سلنه کارونه لري. یو شمیر اقتصاد پوهان وایي د همدې توپان له امله کیدی شي د امریکا د روان کال د دوېمې ربع عواید ک مشي خو راتلونکې کال به بیرته وده وکړي.

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدلې شئ:

XS
SM
MD
LG