د لاس رسي وړ اتصالات

کردي مشران: د نړۍ د مخالفت سره سره به هم ریفرنډم کوو


د ترکيی جمهور ریس رجب طیب اوردگان او د ا یران جمهور ریس حسن روحاني په ټیلې فون کې د کردستان د ریفرنډم او یا ټول پوښتنې په اړه خبري کړې دي او دواړو ېې په اړه خپلې اندیښنې ښودلي دي، او ویلې دي چې دا به په سیمه کې گډوډي رامنځته کړي.

دا خبره د ترکیې د جمهور ریس رجب طیب اوردگان دفتر د یک شنبې په ورځ کړیده.

دغو دواړو مشرانو دا هم وویل، چې دغه ټول پوښتنه که لغوه نشي نو په سیمه کې به گډوډي راولي او دوي په دی خبرې ډیر ټینگار هم وکړ چې د ا د عراق د خاروي تمامیت مسله هم ده،،.

دغه راز په یو بل خبر کې د عراق حکومت د کردستان د خود مختیارې سیمې نه د یک شنبې په ورځ وغوښتل چې نړیوالې سرحدي پوستې، او هواېې ډگرونه ور وسپاری.

د عراق حکومت دا کار د ستمبر د ٢٥ یعنی د دوشنبې په ورځ د پلان شوي ریفرنډیم په ځواب کې کړی دی.

د عراق حکومت د بهرینو هیوادونو څخه هم وغوښتل چې د کردستان سره د تیلو تجارت بند کړي او د مرکزي حکومت سره دې د هواېې ډگرونو او د سرحدونو په اړه راکړه ورکړه وکړي. دغه بیانیه د صدراعظم حیدرالعبادي له دفتر لخوا خپره شوي ده.

بلې خوا د کردستان د سیمه ایز حکومت جمهور ریس مسعود بارزانې د یک شنبې په ورځ ویلې دي چې د عراق په شمال کې د کرستان د سیمې کردان به د آزادی په اړه پلان شوي ریفرنډم وکړي، ځکه چې د بغداد سره د هغوی ملگریتا ناکامه شوي ده.

هغه دغه غبرگون دهغه ورسته ښودلې چې د عراق حکومت د خود مختیاري کردي سیمې څخه وغوښتل چې د نړیوالوسرحدی پوستو او د هواېې ډگرونو کنټرول وروسپاری،او دغه راز ېې د بهرینو هیوادونو څخه وغوښتل چې د کرستان د سیمې څخه د تیلو واردات بند کړي.

د امریکا متحده ایلاتو او نور لویدیځو هیوادنو په کردي چارواکو ټینگارکړی چې ریفرنډم دې لغوه کړي او په دې خبرې ېې ټینگار کړی دی،چې دا کار به د اسلامی دولت د ډلې پرضد د جنگ څخه پام واړوي.

مسعود بارزانې، ایربل ته نږدې په یوه خبري کانفرنس کې د عراق د گاونډیانو اندیښنې رد کړي او د دی ژمنه وکړه چې د نړیوالو سرحدي قوانینو درناوي به کوي او هغه دا هم وویل چې دی په دې لټه کې نه دی چې په سیمه ایزو سرحدونو کې به بدلون راولې.

هغه زیاته کړه، ،، موږ به د بغداد سره ناکامه شوي خپلې ملگرتیاته بیرته راونه گرځو،، او زیاته کړه، چې د ٢٠٠٣ کال ورسته چې کله د صدام حسین حکومت ړنگ شو نو پکار وه چې عراق یو ډیموکراټیک دولت جوړشوی واې، خو اوس هغه په ،یوه فرقوي او مذهبې، دولت بدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG