د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د لونگۍ تړل کم شوي؟


یو شمیر ځوانان وایي د لونگۍ د ورځې په لمانځلو هڅه کوي چې د تړلو دود یی بیا را ژوندی کړي
یو شمیر ځوانان وایي د لونگۍ د ورځې په لمانځلو هڅه کوي چې د تړلو دود یی بیا را ژوندی کړي

یو شمیر ځوانانو نن په کابل کې، د اکتوبر اتمه، د لونګۍ ورځې په توگه ونمانځله. د ځوانانو د پیاوړتیا شورا څلور کاله کیږي چې دغه ورځ لمانځي.

دغه ځوانان وایي د دغې ورځې د لمانځلو له لارې غواړي هغه ناسم سوچ بدل کړي چې د ترهګریزو بریدونو سره په تړاو د لونگۍ د بدنامولو دپاره رامنځته شوی.

د افغان ځوانانو د پیاوړتیا شورا مشر ، مطیع الله ځلاند، وایي چې څلور کاله کیږي دغه ورځ د لونګۍ د کلتور او درنښت د بیا راژوندي کولو په نیت لمانځل کیږي.

هغه وویل، «په تیرو کلونو کې په ارادي یا غیر ارادي شکل باندې غوښتل کیږي چې دا کلتور کمزوری شي او د بیلو بریدونو په ترڅ کې لونگۍ په نښه شوې ده. نو دغو هڅو لونگۍ ته یو منفي انځور ورکړی دی. ددې منفي انځور د لرې کولو او په ځوان کهول کې ددې دود د ژوندی کولو او پاللو دپاره دا ورځ نمانځل کیږي.»

دغه ځوانان وایي د دغې ورځې په لمانځلو سره هڅه کوي چې د لونګۍ تړلو دود بیا را ژوندی کړي.

د لونګۍ یو مینه وال، سید الرحمن جلال، پدې نظر دی چې د مشرانو نه پر پاتی دا کلتور باید وویاړو او ویې نمانځو.

هغه وویل، «مونږه غواړو دخپلو مشرانو تاریخونه را ژوندي کړو ځکه دا یوازې زمونږ د خلکو ځانگړی دود دی.»

افغان ماډل، محمد منیب ابراهیمي هم پدې غونډه کې برخه اخیستې وه خو د هغه د لونگۍ ځانگړتیا پدې کې وه چې هغه د افغانستان بیرغ د لونگۍ په شان له سره تاو کړې و. هغه وویل لونگۍ د افغانانو یو ملي غوره دود دی.

هغه زیاته کړه، « دا د یووالي یو غوره مشترک ټکی هم دی لکه چې دلته گورئ، ډیرۍ ځوانان د مختلفو قومونو نه را ټول شوي دي .»

څیړونکی او لیکوال استاد حبیب الله رفیع وایي چې لونګۍ نه یوازې کلتوري اړخ لري بلکې معنوي ارزښتونه هم پکې نغښتي دي. هغه خپلې خبرې د خوشحال بابا پدې شعر پبل کړې،

«چی دستار تړي هزار دي - د دستار سړي په شمار دي. »

دده له نظره هغه سړي چې ملي مسؤلیت به یی درلود او مشرتوب به یی کاوه، هغو دستار تړلو.

هغه وویل، «دا اصلآ د قدر وړ دستارونه دي. هسی خو یې ډیر زیات خلک تړي او تاریخي ارزښت یی هم باید په نظر کی ونیسو، په پخوانیو مجسمو کې چې تر لاسه شوي دي د دستار نښې شته.»

تاریخ پوهان وایي چاته باید ددې اجازه ورنکړل شي چې د افغانانو دغه کلتوري نښه بدنامه کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تاریخ څانګې مشر، سرمحقق شریف ځدراڼ، پدې اړه داسې وویل،

«زمونږ ولس دداسې کردار څخه باید ځان وژغوري او د دښمن په خوله لونگۍ بدنامه نه کړي. لونگۍ، دستار او شمله د افغانانو د میړانې او انسانیت ډیر لوړ سمبول دی. دې سمبول ته باید مونږ همیش احترام وکړو.»

د افغانستان د ځوانانو د پیاوړتیا شورا وایي چې په دې اړه به نړیوالو ادارو ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي تر څو د لونګۍ ورځ د یوې نړیوالې ورځې په توګه وپیژندل شي.

XS
SM
MD
LG