د لاس رسي وړ اتصالات

داعش راډیو ورځنۍ خپرونې هم پیل کړې


افغان چارواکي وايي د داعش راډیو له ګرځنده سټوډیو خپرونې کوي

د اسلامي دولت ډلې (داعش) خلافت راډیو د روځې یوه ساعته خپرونه پیل کړې ده. پخوا دغې راډیو د شپې لخوا څو ساعته خپرونې درلودې، خو په ننګرهار ولایت کې خلک وايي دغه خپرونه اوس د ورځې هم اوریدل کیږي.

د ننګرار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل "هو دغه راډيو د ورځې لخوا هم خپرونې پیل کړي دي، موږ څو وارې دغه راډيو له منځه یوړه، خو سیاره سټوډیو لري نو بیا یې فعالوي، موږ هڅه کوو چې بیا ځل دغه راډيو له منځه یوسو".

د جلال اباد ښار اوسېدونکی فقیر الله وايي چې د تېرو څو ورځو راهیسې د داعش ډلې د" خلافت" راډيو د ورځې له نهو بجو تر لسو بجو خپرونې پیل کړي دي.

هغه امریکا غږ ته وویل "د ورځې خپرونې یې یوازې په پښتو دي چې هره ورځ له نهو بجو نه تر لسو پورې وي او د ماښام خپرونې یې له شپږو نه تر اتو بجو پورې وي، هغې کې نیم ساعت پښتو او نیم ساعت دري خپرونه وي، خبرونه هم پکې وي".

د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید قیوم وايي "اوس یې خپرونو کې لږ تغیرات هم راغلي دي، اوس پکې تبلیغات بیخي زیات شوي دي. ماښام کې اول خبرونه وايي او د جمعې په ورځ " د څېړۍ د سیوري لاندې" په نوم مشاعره هم لري او هغه هم د حکومت او طالبانو پر ضد وي".

د خلافت راډیو پخوا هم سهارنۍ خپرونې لرلې، چې سهار اوه بجې به پیلېدې، خو درې میاشتې کېدې چې یوازې ماښامنۍ خپرونې یې وې.

د خلافت راډيو د میلادي ۲۰۱۶ په اوایلو کې د ننګرهار په ولایت کې خپرونې پیل کړې چې څو واره دغه راډيو له منځه یوړل شوه، خو بیا به فعاله شوه. د دغې راډیو خپرونې د جلال اباد ښار سربیره د ننګرهار په اکثرو ولسوالیو کې اورېدل کېږي.

XS
SM
MD
LG