د لاس رسي وړ اتصالات

د مانوس په ټاپو کې د مهاجرینو کمپ تړل کیږي چې افغانان هم پکې پراته دي


د مانوس په کمپ کې هغه مهاجر پراته دي چې استرالیا ته تلل خو په لار کې پولیسو نیولي دي.

د اسټرالیا او پاپو ني ګیني حکومتو د مانوس په ټاپو کې سلګونو پناغوښتونکو او مهاجرینو ته وخت ورکړی چې نن دې د کمپ نه ووځي. خو مهاجرینو په ځانونو پسې دروازې تړلي دي او د کمپ نه د نه وتلو پریکړه یې کړې.

پدې کمپ کې اکثره پنا غوښتونکي د سوریې، افغانستان، پاکستان، ایران، سریلانکا او برما اتباع پراته دي.

د بشري حقونو مدافع وکیلان په کمپ کې د شاوخوا شپږ سوو پنا غوښتونکو او مهاجرینو په استازیتوب نن د کمپ د تړل کیدو په خلاف په محکمه کې عریضه کوي.

د اسټرالیا او پاپو ني ګیني حکومتونو پریکړه کړې چې دغه کسان به د پاپو ني ګیني کوم بلې ټاپو یا ښار ته انتقال کړي خو په کمپ کې دننه خلک بیا اندیښنه لري چې ځایي خلک ښایي د هغوي سره زور زیاتی وکړي.

د اسټرالیا او متحده ایالاتو تر منځ په یو تړون کې امریکا منلې وه چې په پاپو ني ګیني او نارو کې ټول ۱۲۵۰ پنا غوښتونکي به ومني خو تر اوسه یوازې ۲۵ کسان د مانوس د ټاپو نه امریکا ته تللي دي. اسټرالیا پدې تړون کې منلې وه چې د امریکا د دې کار په بدل کې به د مرکزي امریکا مهاجر او پنا غوښتونکي به ومني.

اسټرالیا ویلی دي هغه کسان چې امریکا ته یې د تګ کارونه ونشي، په پاپو ني ګیني یا نارو کې به د دایمي اوسیدو اسناد ورکړل شي خو تقریباً ټولو مهاجرو دغه غوښتنه رد کړیده.

XS
SM
MD
LG