د لاس رسي وړ اتصالات

د خوږیاڼو جګړه؛ داعش "د ډیورند له اخوا نه" اکمال کیږي


والي ګلاب منګل وايي ۱۰ کلي یې له وسله والو پاک کړي دي

په ننګرهار کې افغان پوځیان وایې چې ددغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پوځي عملیاتو کې یې پرمختګ کړی دی.

چارواکي وايې چې داعش په سیمې کې ماینونه خښ کړي او دغې ډلې خپل ځانمرګي بریدکوونکي د جګړې میدان ته انتقال کړي دي.

د امریکا غږ خبریال له خوږیاڼو څخه خبر ورکړی چې جګړه د وزیرو تنګي په سیمه کې روانه ده. د رئپوت په اساس، داعش وسله وال د خلکو په کورونو کې پټ او په نښه وېښتونکو ټوپکو سمبال دي.

په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین وایې چې خلکو ته د زیان د نه رسولو په خاطر افغان پوځیان ورو پر مخ روان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايې چې داعش د پخوا په څېر ننګرهار کې قوت نه لري.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ۱۰ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي او د نښتو په ترڅ کې ۲۹ جنګیالي وژل شوي دي.

ښاغلي ګلاب ددې پوښتنې په ځواب کې چې څوک داعش اکمالوي وویل: "د داعش مراکز چې تمویلیږي، وسلې، مهمات او نورې منابع په لاس ورکول کیږي د ډيورند د کرښې نه هاغاړه دوي تمولیږي."

داعش او نورو مخالفو ډلو د په خوږیاڼو کې د روانو عملیاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په خوږیاڼو کې د حکومتي قواوو او داعش جنګیالیو ترمنځ جګړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

XS
SM
MD
LG