د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د بگیو ځای ریکشاو نیولی


څو کاله پخوا کندوز د ټانګو یا بګیو په ښار باندې مشهور و، له لرې کلیو څخه به هم خلک په ټانګو یا بګیو کې ښار ته راتلل، خو اوس په دغه ښار کې د ټانګو ځای ریکشاو نیولی دی، او هر ریکشاوان د ورځې تر زرو افغانیو پورې عاید لري.

په کندوز ښار کې اوس مهال تقریبا تر څلورو زرو پورې ریکشا ګانې کار کوي چې د ښار خلک په کې تګ راتګ کوي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی زینت الله وایي چې پخوا یې ټانګه چلوله خو اوس یې ریکشا اخیستې او هره ورځ له دغې لارې څخه له پنځه سوه افغانیو څخه تر زرو افغانیو پورې عاید لري: (( پخوا مې ټانګه درلوده، د اس ساتل مشکل دي، وربشې به مو ورکولې او اوس مې رکشه اخیستې ده، د ورځې څلور پنځه سوه افغانۍ راته پاتي کیږي.))

هغه وايي چې د ټانګې ګرځول ځکه سخت و چې د شپې به هم راپاڅیده او کتل به یې چې اس یې څنګه دی: ((هغه کار مشکل و، خو که به چاته ضرورت پیښ شو او اس به بیتابه و نو مریض به پاتي و، اوس ښه ده ریکشا باندې خپل مشکل حلولای شي.))

د کندوز ښار هر ریکشا وان له زرو افغانیو څخه زیاتې پیسې هره ورځ کار کوي او له دغې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

یو بل ټانګې وال جیلاني چې اوس ریکشا چلوي وايي په لومړیو کې چې کندوز ته ریکشا راغلې نو دوي به هره ورځ ۲۰۰۰ افغانۍ مزدوري کوله خو اوس چې ریکشاګانې زیاتې شوې ددوي مزدوري هم ورسره کمه شوې ده: (( د اس د ساتلو مشکل ډیر و، د ځای پاکول یې، خرخره کول یې، او ترید کول ورته بیل مشکل و.))

هغه وايي چې په هغه وخت کې یې یو اس او ټانګه په ۶۰ میلونه پخوانیو افغانیو باندې اخیستې وه خو اوس یې ریکشا په ۲۰۰ زره افغانۍ اخیستې ده.

په کندوز کې دا مهال ټانګې یا بګۍ نشته خو د لرې پرتو سیمو خلک اوس هم په کلیو کې د بیلا بیلو چارو لپاره له اس کراچیو څخه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG