د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران حکومت مفسد او بی رحمه دی


په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې شپږمې ورځې ته وغزیدې او قهرجن مظاهره کوونکي لاهم د حکومت په دستګاه کې د فساد او بی نظمه اقتصادي مدیریت نه شکایتونه کوي. ایراني مقامات وایي دوئ د بیان د ازادۍ پلوي دي، خو بیا یي هم ځینو ټولنیزو رسنیو باندې بندیز لګولی. حکومت وایي هغه کسان به ځواب وویني چې عامه شتمنیۍ زیانمنوي.

د ایران دولتي تلویزیون د سه شنبې په ورځ وویل د حکومت ضد مظاهرو په جریان کې، تیره شپه نهه نور کسان هم ووژل شوو. اوس د تیرې اونۍ راهیسې د بد اقتصادي وضعیت پرضد پیلو شویو مظاهرو او لاریونونو کې د وژل شویو شمیر شلو ته ورسیدو.

د راپورونو پراساس شپږ تنه په اصفهان کې د قهدریجان ښار د پولیسو په ماموریت کې د شخړې په وخت کې ووژل شوو چې وایي لاریون کوونکو د وسلو تر لاسه کولو کوشش کاوه. دا وروستې شخړې د جمهور رئیس حسن روحاني د هغو ژمنو لږ وروسته وشوې چې وایي د مظاهره کوونکو او قانون ماتونکو مخنوی به وکړي.

په سلګونو مظاهره کوونکي پدې تور توقیف شوی چې په ایران کې د اقتصادي وضعیت او په سوریې، عراق او یمن کې د حکومت د نظامي مداخلې چې د سعودي په مقابل کې په سیمه کې خپل اغیز وساتي، انتقاد او شکایت کاوه.

د ایران روحاني مشر آیت الله خامنه ای وایي ځنی هیوادونه د ایران د نا امنه کولو کوشش کوي.
د ایران روحاني مشر آیت الله خامنه ای وایي ځنی هیوادونه د ایران د نا امنه کولو کوشش کوي.

د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني په نظر، پدې څو ورځو کې چې څه پیښ شوو، ظاهرآ یو تهدید ښکاري، خو وایي باید دا وضعیت په یو فرصت بدل کړي. جمهور رئیس روحاني وایي باید پدې پوه شي چې اصلي ستونزه څه ده. د روحاني په اند "ټول مظاهره کوونکي د بهرنیو هیوادونو په لارښوونه سرکونو ته نه دي وتلي او کیدلی شي د داسی کسانو شمیر محدود وي، خو یو ځینی نور بیا د خپلو ستونزو او احساساتو له مخې راوتلي. د هغوئ ستونزه یوازی اقتصادي نه ده، داسی نه ده چې خلک سرکونو ته راوځي او وایي پیسۍ، ډوډۍ او اوبه غواړي ـ دوئ نورې غوښتنې هم لري. یوه يي پکې د مطلق ازادي ده."

روحاني موجوده نا امني دومره جدي نه ګڼي او وایي انتقادونه او مظاهرې یو فرصت دی نه ګواښ. د پارلمان وکیلانو ته په وینا کې، جمهور رئیس روحاني په متحده ایالاتو، اسرایل او په مشخص ډول یي سعودي تورن کړل چې په ایران کې تاوتریخوالی زیاتوي.

خو د امریکا جمهور رئیس د نوي میلادي کال په لمړۍ ورځ په تویت کې وویل چې په ایران کې د بدلون وخت رسیدلی دی. د نګار مرتضوي په نوم یوې ایراني الاصله امریکایي څیړونکي امریکاغږ سره په خبرو کې وویل چې "خلک په اقتصادي او سیاسي وضعیت، فساد او کمزورې حکومتدارۍ سخت په قهر دي. او دا د یاغي کیدلو أساسي علتونه دي چې اوس يي پدې مظاهرو کې وینو. دا شعارونه ډير بنسټیز دي او په ځنی موردونو کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته اوختي، او داسی ښکاري چې دا تشنج او شخړې به دوام وکړي."

لمړنیو راپورونو کې ویل کیدل چې دا پاڅون او مظاهرې د تیلو او خوراکي موادو د بیې لوړیدو له امله دي، خو ځنی وایي تردی پورته نورې خبرې هم دي. د څیړونکې نګار مرتضوي په باور ددی مظاهرو اصلي نطفه هغه عادي ایرانیان دي چې د موجوده وضعیت نه په تنګ دي ـ معاشونه يي د لوړو بیو سره تطابق نه کوي، او د اقتصادي سمون وعدې هم پوره شوي نه دي. خصوصا د اتومي موافقې وروسته چې خلکو ورته ډیره تمه لرله.
اکثرو ایرانیانو داسی تمه لرله چې د اتومي موافقې وروسته به اقتصادي وضعیت کې په قراراه بدلون څرګند شي.
جمهور رئیس ټرمپ چې تراوسه یي اووه ځلي د ایران په روانو مظاهرو تبصره کړې، په تويت ريي د ایران حکومت په ناکامیدو بللی او وایي عام ایرانیان خوراکي موادو، ازادۍ او بشري حقونو ته محتاج دي.

د سه شنبې (جنوري ۲) سهار، جمهور رئیس ټرمپ بیا په تویتر ولیکل چې د ایران ولس بلاخره د خپل مفسد او بی رحمه رژیم پر ضد په اقدام لاس پورې کړې دی. او ټولې هغه پیسې چې د ( ټرمپ په وینا) د بارک اوباما حکومت په ډيره احمقانه توګه ایراني حکومت ته ورکړي دي، ټولې د ترهګرۍ په لاره مصرف شوي او په شخصي جیبونو کې اچول شوي دي. جمهور رئیس ټرمپ وایي د ایران ولس پوره خوراک نلري، بیې پری لوړې شوي دي او هیڅ ډول بشري حقونو ته يي پام نه کیږي - خو امریکا دا هرڅه ویني.

د ایران د وروستیو پیښو او عکس العملونو په اړه تلویزیوني راپور دلته لیدلی شئ:

ایران مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۳ د ایران په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او وی ویل چې د ایراني رژیم د دښمنانه اقداماتو په وړاندې به قاطع ګامونه اوچت کړي او اطمینان به حاصل کړي چې ایران هیڅکله اتومي وسله ترلاسه نه کړي.

XS
SM
MD
LG