د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل دریځ ندې بدل کړې - افراسیاب خټک


افراسیاب خټک د پاکستان د ملي عوامي ګوند د رهبرۍ غړی او پخوانی سناتور دی
افراسیاب خټک د پاکستان د ملي عوامي ګوند د رهبرۍ غړی او پخوانی سناتور دی

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د سه شنبې (فبروري ۶) په پاکستان سختې نیوکې وکړې او وی ویل پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، په خپل هیواد کې دننه د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو په ضد اقدامات کوي، د محاکمو پرته وژنې کوي او د گاونډیو هیوادونو په وړاندې د ترهګرۍ ډکه تگلاره یی غوره کړی ده.

په پاکستان کې پخوانی سناتور او د سیمې وتلی سیاسي مبصر افراسیاب خټک وایي امریکا د تیرو شپاړسو کلونو راهیسې په پاکستان فشارونه راوړي او د ترهګرۍ سره په همکارۍ یي تورن کړې، خو په پاکستان کې وضعیت داسی ښکاري چې ددی ملک حاکمان لاهم په خپل زوړ دریځ ولاړ دي.

ښاغلي خټک وویل د پاکستان نظامیان د طالبانو مرسته کړې او حمایت یي کوي. ښاغلي خټک د امریکا او پاکستان اوسنۍ اړیکې د پاکستان د ولس په زیان ویني او وایي داسی څه باید پيښ نشي چې عام ولس يي قرباني شي.

د افراسیاب خټک نورې خبرې پدې ویدیويي مرکه کې واورئ:

د پاکستان او امریکا اړیکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00

XS
SM
MD
LG