د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د پانگې د جلب لپاره ويزې آسانه کړې


د افغانستان حکومت د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره، بهرنيو پانګوالو ته په کابل کې ويزې د ورکولو لړۍ په رسمي ډول پیل کړې
د افغانستان حکومت د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره، بهرنيو پانګوالو ته په کابل کې ويزې د ورکولو لړۍ په رسمي ډول پیل کړې

چارواکي وايي، هغه بهرني پانګوال چې په شرایطو برابر وي، له افغانستان څخه بهر د ویزې اخیستلو ته اړتیا نه لري او دغه هیواد ته په رارسیدو سره په هوايي ډګرونو کې ورته ویزې ورکول کیږي.

د افغانستان حکومت د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره، بهرنيو پانګوالو ته په کابل کې د افغانستان د ويزې د ورکولو لړۍ نن په رسمي ډول پیل کړې.

دغه ویزې چې (On Arrival) نومیږي او د نړۍ په اکثره هیوادونو کې یې آسانتیاوې شته دي، د افغانستان حکومت هم نن د لومړي ځل لپاره د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې يو امريکايي پانګوال ته د ويزې په ورکولو سره، د دغو ویزو د ورکولو چارې پیل کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ، د افغان حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې په راجذبولو کې مهم ګڼلی دی.

د دغې خونې مرستيال خانجان الکوزي امريکا غږ اشنا ته وویل، بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان د ویزې په ترلاسه کولو کې د آسانتیاو د راوستلو لپاره یې افغان حکومت ته په ۲۰۱۴ کال کې وړاندیز کړی و چې له نيکمرغه نن عملي شو.

الکوزی :د ويزو آسانتياوې به افغانستان ته ډيره پانگه جلب کړي
الکوزی :د ويزو آسانتياوې به افغانستان ته ډيره پانگه جلب کړي

هغه وویل "له نیکه مرغه دولت زموږ غوښتنه ومنله، ، پخوا به پانګوال کونسلګریو او سفارتونو ته مراجعه کوله، ورځې حتی اونۍ به تیریدلې چې دوی ویزه ترلاسه کړي، اوس له دی سر گردانۍ خلاص شوو، مستقیم کولی شي، چې د شرطونو په برابرولو سره په هوايي ډګر کې خپله ویزه ترلاسه کړي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعې خونې مرستيال وویل، هيله لري د ويزو د اسانتياوو برابرول به افغانستان ته ډیره پانگه جلب او د سوداگرۍ په برخه کې به ډيرې اسانتياوي برابرې کړي .

د خصوصي سکتور پر وينا د امنیتي او نورو ستونزو له امله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې کچه راټیټه شوې له همدې امله يی افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ویزې د آسانتیاو په څیر، بهرنیو پانگوالو ته د امنیت، بریښنا او نورو برخو کې هم آسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان ته پانگوال بايد په کومو شرايطو راشي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستيال خانجان الکوزي امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې دا او نوری پوښتنې ځواب کړي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:32 0:00

XS
SM
MD
LG