د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان به د افغان حکومت وړانديزونه ومني؟


دکابل پروسې د غونډې وړانديزونه واضح نه وو
دکابل پروسې د غونډې وړانديزونه واضح نه وو

کابل پروسې په غونډه کې طالبانو ته د سولې د پلان وړاندیزونه مطرح شول .

طالبان به د افغان حکومت وړانديزونه ومني؟

د افغانستان د خلاصون شورا ریس او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ميدان وردک د نظامي خط مشر اکبرآغا امريکا غږ سره په مرکه کې وويل:

اکبر آغا:د غونډې پايلو ته ډير خوشبين نه یم
اکبر آغا:د غونډې پايلو ته ډير خوشبين نه یم

" وړانديزونه بد نه وو خو باید د عملي کيدو ميکانيزم يی واضح شوې واې چې د طالبانو له لخوا هم پرې توافق کيده او کنه؟."

هغه د بيلگې په توگه د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ويش اعلانول او د نظام د څرنگوالی په هکله وضاحت د طالبانو لپاره د منلو وړ موضوعگانې وبللې.

د طالبانو د واکمنۍ د وخت دغه چارواکي دا هم وويل چې طالبان د اساسي قانون تغير نه بلکه عملي کيدل يی غواړي او زياته يی کړه که په دا ډول غونډو کې طالب استازو ته گډون ورنکړل شي، دی يي مثبتو پايلو ته ډير خوشبين نه دی.

امريکا غږ سره د اکبر آغا بشپړه مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
XS
SM
MD
LG