د لاس رسي وړ اتصالات

ګیري کوهن ټرمپ سره د اختلافاتو له کبله دنده پریيښوده


د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اقتصادي چارو جګپوړي سلاکار ګیري کوهن د سه شنبې (مارچ ۶ مې) د خپلې استعفا اعلان وکړ. ښاغلي کوهن ویلي دي چې امریکا ته د وسپنې او المونیمو په واردولو د تعرفې د زیاتوالي په خاطر دنده پریږدي.‌

په همدې حال کې بیا سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د اقتصادي چارو سلاکار د څو دلایلو په خاطر استعفا کړې چې په وسپنې او المونیو د ګمرکي تعرفو سره اختلاف یې یو دی.‌

ګیري کوهن په سپینې ماڼۍ کې د ملي اقتصاد د شورا مشر و.‌

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ اعلان وکړ چې امریکا ته په واریدیدونکې وسپنې او المونیو ګمرکي تعرفه زیاتوي.‌ د ټرمپ دې کار په سپینه ماڼۍ کې د اقتصادي او نورو جګپوړ چارواکو تر منځ د بحث سبب شو.

ګیري کوهن جمهور د اقتصاي سلاکار په توګه دیته قانع کړی چې و چې د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ تړون دې نه لغوه کوي بلکې د سره دې خبرې پرې وکړي چې ټرمپ هم ورسره منلې وه.

په مالیاتي چارو کې په سترو بدلونونو او اصلاحاتو کې هم ښاغلي کوهن بارز نقش درلود.‌

ګیري کوهن پو یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د هیواد لپاره کار کول ورته "ویاړ " دی او جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نه یې هم مننه کړې چې د خدمت کولو فرصت یې ورته ورکړی و.‌

XS
SM
MD
LG