د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین په څلورم ځل د ولسمشرۍ انتخابات وگټل


په روسیې کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لمړني نتاېج ښیي چې ولادمیرپوتن په څلورم ځل د ولسمشرۍ انتخابات گټلي دي، هغه ٧٥٪ راې اخیستي دي.

ولادمیرپوتین د تیرو اتلسو کلونو نه د روسې ولسمشر دی. هغه د یکشنبې په ورځ په کریملن کې خپلو زرگونو پلویانو ته وینا وکړه. پوتین خپلو پلویانو ته د یو ټیم خطاب وکړ او وې ویل چې هغوي به خامخا کامیابیږي. هغه وویل

"دا ډیره مهمه ده چې مونږ هم داسې متحد وسو. مونږ به د خپلې مورنۍ خاورې د راتلونکي په اړه فکر کوو."

هغه په کریملن کې د وینا نه وروسته د خپلو ملاتړو سره ملاقاتونه وکړل. پوتین د انتخاباتو نه مخکې د خپل ولس سره لوظ کړی و چې هغه به په خپلې نوي دورې کې د خلکو د ژوند د معیار د لوړولو لپاره کار کوي.

کله چې د هغه نه چا وپوښتله چې ایا هغه به د ٢٠٣٠ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي، نو هغه په ځواب کې په غوسې کې وویل چې "ته دا فکر کوی چې زه به دلته د سل کلنۍ پورې ناست یم."

پوتین به د ٢٠٢۴ کاله پورې د روسیې ولسمشر پاتې شي. په ٢٠٢۴ کال کې به هغه ٧١ کلن وي.

د یادونې وړ ده چې پوتین په داسې وخت کې په څلورم ځل اتخابات گټلي دي چې د غرب سره یې سخت اختلافات دي.

XS
SM
MD
LG