د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: په ۱۳۹۶ کال کې ۲۷۷ ښځې وژل شوي


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره ثریا صبحرنګ وایي په ۱۳۹۶ کال کې ۲۷۷ ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي چې په کې ۱۳۶ د ناموسي وژنو پیښې شاملې دي.

آغلې صبحرنګ د دوشنبې په ورځ، د فرخندې د وژلو د دریم تلين په مناسبت یوې غونډه کې وویل، په دغو پیښو کې ۵۱ ښځې په مرموز ډول وژل شوي او عاملین یې نه دي معلوم.

"تقریبا ۴۹ فیصده د دغو پیښو عاملین یې تر قانوني چلند لاندې راغلي او ۵۱ نور یې د معافیت تر فرهنګ لاندې راغلي او فراري دي".

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو شبکه وایي افغان حکومت دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې په جدي توګه وڅیړي.

دغه شبکه د یوې افغانې پیغلې فرخندې قضيې ته په اشارې وایي، چې عدلي او قضايي بنسټونو دغه قضیه په خنډ او ځنډ سره وڅیړله.

د دغې شبکې یوې غړې سیما سخا وویل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو په څیړلو کې د جدیت نشتوالی د دې لامل کیږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ترسره کونکي با جرأته شي.

"د عدلي او قضایي او نورو ذیدخلو بنسټونو لخوا د فرخندې د قتل په دوسیه کې تبعیضي چلند وشو چې دا ددې سبب کیږي چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کونکو اشخاصو جرات ډیر شي".

د افغان ښځو د شبکې پر وینا د فرخندې قضیه چې پنځه میاشتې وخت ورکړل شوی وه د هغې له مرګ څخه درې کاله وروسته وتړل شوه.

۲۷ کلنه فرخنده درې کاله وړاندې په کابل ښار کې د قران سوزولو په تور د یو شمیر قهر جنو کسانو لخوا په وهلو او ډبولو ووژل شوه. خو د پولیسو د پلټنو په نتیجه کې پر هغې لګیدلې تور ناسم وبلل شو او د پیښې عاملینو ته یې د بند سزا ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG