د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا وايي طالبانو سره سیاسي جوړجاړی کوي، خو داعش ځپي


نیکولاس کی د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشت راهیسې په کابل کې د بریتانیې سفیر دی.

په افغانستان کې د برتانیا سفیر 'نیکولاس کی' وايي، د طالبانو سره باید سیاسي جوړ جاړی وشي او نورې ډلې لکه داعش باید په نظامي ډګر کې مات شي.

ښاغلي 'نیکولاس کي' دا د سه شنبې په ورځ (مارچ۲۰) د اشناتلویزیون سره د افغانستان پر حالاتو او د افغانستان سره د بریتانیې په ستراتیژیکو اړیکو خبرې کړي.

دغه برتانوی دیپلومات وایي هېواد یې د افغانستان یو اوږدمهاله همکار دی او وایي د افغانستان او جنوبي آسیا دپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ کې د امریکا سره همغږه دی.

د بریتانیا سفیر نیکولاس کي د امریکا غږ اشنا د خبریال رحیم ګل څاروان سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې ښايي پارلماني ټاکنې د سږني کال د اکټوبر په میاشت کې ترسره شي.

د سفیر 'نیکولاس کی' پوره مرکه يي دلته لیدلی شئ:

په افغانستان کې د بریتانیې سفیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

XS
SM
MD
LG