د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه ۳۰ ملیونه ډالره د افغان-ترک پر ښوونځيو لگوي


افغان ترک تعلیمي پروګرام په افغانستان کې د ۱۹۹۵ کال راهیسې پیل شوی.

د ترکیې نه ۷۰ استادان په افغان ترک ښوونځيو کې د تدریس لپاره أفغانستان ته ورغلي، خو د افغان ترک د ښوونځيو پخوانۍ اداره لا هم د افغان حکومت او د ترکیې ترمنځ شوی تفاهم لیک غیری قانوني بولي او وايي، چې د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت او مالکیت حق د چاق ایجوکیشنل مؤسسې سره دی.

د افغان ترک د ښوونځیو د مدیریت لانجه د څه مودې راهیسې روانه وه، خو بالاخره، افغان حکومت یوه میاشت وړاندې له ترکیې حکومت سره تړون لاسلیک کړ او ددې ښوونځيو مدیریت یې له ترکۍ غیر دولتي موسسې (چاق ایجوکیشنل) نه د ترکیې حکومت ته وسپارله.

مجیب الوداغ، په افغانستان کې د ترکیې د معارف د بنسټ مشر دی، هغه وايي ژر به ورته د افغان ترک ښوونځیو مسؤلیت وسپارل شي او د مسؤلیت د سپارلو سره به پنځوس نور ترکيي استادان هم افغانستان ته استخدام کړي.

الوداغ وویل د افغانستان حکومت او ترکیه د کاري پړاو ځانگړې پروسې او مقررات بشپړوي، او د دې بهیر په بشپړیدو به د مکتبونو مسؤلیت په لاس کې واخلي. د شوي تفاهم لیک په اساس به ترکیه ۳۰ ملیونه ډالر لګوي. د ترکیې د معارف بنسټ وايي، زده کوونکو ته به بورسونه برابر کړي څو په ترکیه کې یې اسناد ومنل شي. ۲۰ په سلو کې به فیس هم را ټيټ کړي.

مجیب الوداغ په کابل کې امریکاغږ ته وویل د امتیازاتو په لست کی د بیلګې په توګه د ښوونځیو شمیر مهم دی چې دا به دوه برابره شي، اوس دولس ښوونځي دي دا به څلور ویشتو ته ورسيږي. د زده کوونکو شمیر به هم د ۷۳۵۱ څخه اتلس زرو ته لوړ شي.

خو د افغان ترک د ښوونځيو د زده کوونکو د اولیاوو په نوم کمیټه د حکومت دریځ نه مني او وايي د حکومت دا پرېکړه، چې ددغو ښوونځیو مدیریت یې د ترکیې حکومت ته وسپاره، غیری قانوني دی او په محکمه کې یې دعوه درج کړي ده. د افغانستان د پوهنې وزارت امریکاغږ ته پدې اړه وویل د افغان ترک د ښوونځیو موضؤع د افغانستان دپاره حل ده، رسمي مکتوب يي ورته ورکړې او کافي ډیر امکانات او امتیازات يي د زده کونکو او د ښوونځیو د دوام دپاره تر لاسه کړي دي.

افغان ترک لیسې د ۱۹۹۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعالې دي، دا لیسې د فتح الله ګولن په نوم دهغه شخص بلل کیږي چې د ترکیې حکومت ورسره ستونزه لري او په امریکا کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG