د لاس رسي وړ اتصالات

ایا تاسې دامریکاتبعه یاست؟


٢٠٢٠ کال د رسمي احصائیې فورمې په یوه نوي خبري کنفرانس کې دمارچ په ١٥مه لیدل شوې دي

په امریکا کې په هرو لسو کلونو کې رسمي سرشمیرنه حکومت ته ډیر مهم معلومات برابروي. په دې کې د فیدرالی حکومت له خوانه د بودجې برابرول او په کانگرس کې دنمایندگۍ ټاکلو په څېر مهم مسایل شامل دی.

په رسمي سرشمیرنه کې د تابعیت پوښتنه تر ١٩٥٠ پورې تقریبا سل کاله موجوده وه. له هغه وخت راهیسې په بهر کې د زیږیدليو میشتو اتباعو شمیر په امریکا کې زښت ډیر ز یات شویدی.

اوس دامریکا یوولسو ایالتونو د حکومت له خوانه د ٢٠٢٠ کال په سرشمیرنه کې د تابعت د پوښتنې د ځای کولو خلاف قانوني اقدامات کړي دي.

دامریکا د رسمي سرشمیرنې جنجال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

تاسې دامریکا تبعه یاست؟ دغه پوښتنه به د ٢٠٢٠ په رسمی سر شمیرنه کې شامل وي، خو د مهاجرت پرسر بحث او جدل اورته ېې اوس لمن وهلې ده.

ساره هکبي سنډرز د سپینې ماڼۍ ویانده وايي: فکر کوم دابه په هېواد کې د وگړیو په هکله داسې معلومات برابرکړي، چې له قوانینو او اجرا آتونه پکې کار واخیستل شي."

که څه هم سپینه ماڼۍ د نفوس د دقیقې سرشمیرنې لپاره موجه دلایل وړاندې کوي، خو د کالیفورنیا د ایالت د بهرنیو چارو رئیس سمدلاسه د قانوني مخنیوي لپاره گامونه پورته کړی دي.

د کالیفورنیا د ایالت د بهرنیوچارو رئیس الېکس پډیلا وایي: دا پوښتنه په امریکا کې، له بده مرغه د ولسمشر د مهاجرت ضد اجنډا دوام څرگندوي او په هېواد کې د مهاجرت پر خلاف بحث راپاروي.

د متحدو ایالاتو د تجارت وزارت وویل دا پوښتنه به د امریکا د نفوس دقیقه شمیرنه یقیني کړي.

زاویر بسېرا د کالیفورنیا څارنوال وايي که د تبعه توب پوښتنه په سر شمیرنه کې ځای شي، نو څرنگه چې په هېواد کې د مهاجرت قانون مات شویدی، ښايي ډیر خلک له ویرې نه، دغی پوښتنی ته ځواب ونه وايي."

د کالیفورنیا دایالت له قانوني اقدام نه وروسته لسو نورو ایالتونو هم د تبعه توب د پوښتنی له مسلې سره مخالفت اعلان کړ. دتجارت وزیر ویلبر راس وايی دهغوی پر اندېښنو به غور وشي.

ویلبر راس ، دمتحدو ایالاتو دتجارت وزیر وویل: د دقت او ځوابونو د نه ورکولو په برخه کې ډیرې فرعي پوښتنی شته دي، موږ دا ټولې په نظر کې نیولې دي.

د لاتینی امریکا د کډوالو مدافعین وايی ددی پوښتنی په زیاتولو باندې ډیرې پېسی لگیږي.

کلاریسا مارتینیز کاسترو د لاتینی امریکا د کډوالو د حقوقو په ټولنه کې کار کوی. هغه وايي دا اټکل شوېده که چېرې د تابعت د پوښتنی په ځوابونو کې یو فیصد کموالی راشی نو پنځه پنځوس ملیون ډالره به پرې ولگیږي، ځکه پکارده یوڅوک ور ولیږل شی چی ځواب ترینه واخلي."

د حکومت د اقدام پلویان وايی د مهاجرنیو ویره هېڅ دلیل نلري. یوازنې دلیل دادی چی مخالفین نه غواړی امریکا یان په دې پوه شي چی په بهر کې د زیږیدلیو امریکایانو شمیر څومره دی او څومره په غیر قانوني ډول اوسیږي؟

ډان سټین، د امریکا مهاجرت د ا صلاحاتو د ټولنېی یو غړی وايي هېڅوک نشی ویلی چی دا معلومات به د مهاجرت د قانون د تعمیل لپاره وکارول شي ځکه په قانون کې ددې کار اجازه نشته ده."

د متحدو ایالاتو محکمی به پورتنیو مختلفو دلایلو باندې له دوو کلونو نه په لږه موده کې غور وکړي او د حل لاره به ورته راوباسي.

XS
SM
MD
LG