د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پرمختګ شوی، خو فساد هم ډیر دی - سیګار


سیګار اداره وایي افغان امنیتي ځواکونه باید مسلکي تقویه او تمویل شي
سیګار اداره وایي افغان امنیتي ځواکونه باید مسلکي تقویه او تمویل شي

د افغانستان دپاره د امریکا د لګښتونو د څار ادارې –سیګار- رئیس جان ساپکو د امریکا په سنامجلس کې د کورني امنیت او حکومتي چارو کمیټې او د فدرال لګښتونو د څار د اظطراري مدیریت عمومي کمیټې ته معلومات ورکړل. سناتور راند پال حتی پوښتنه وکړه چې په أفغانستان کې د امریکا د نژدې اتلس کلن نظامي حضور او لسګونو میلیارده ډالره مصرف سربیره هم، ولی تراوسه امریکا نشي کولی په ځنو سیمو کې د خپلو پروژو لیدنه وکړي؟

سیګار په افغانستان کې د ودانیز فعالیت ډیر پرمختګونه ثبت کړي
سیګار په افغانستان کې د ودانیز فعالیت ډیر پرمختګونه ثبت کړي

جان ساپکو په څلورو موردونو کې لنډ وضاحت ورکړ او وی ویل، سیګار په أفغانستان کې د ودانیز فعالیت ډیر پرمختګونه ثبت کړي، خو د ضایعې شویو، غلا شویو او ناسم کارولو شویو لګښتونو اسناد یي هم موندلي دي. دویم، د سیګار همکارو ادارو تر دوه میلیاردو ډالرو ډیرې پيسې خوندي کړي او د پراختیا لپاره د سیګار پیشنهادونه نژدې اتیا سلنه تطبیق شوي یا د هغه فدرال ادارو لخوا په موثره توګه مطرح شوي چې ارزیابي شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د لګښتونو د څار د ادارې رئیس جان ساپکو وایي سیګار ارزونه وکړه او په ټولو موردونو کې د ډیرو پروژو او پروګرامونو په اړه يي راپور ورکړې. د ښاغلي ساپکو په وینا په افغانستان کې ډیر ښه کارونه هم شوي دي، خو د خیالي پرمختګ، کمزوي پلان جوړولو، ګډوډ عملي کار، د کارونو نه تعقیبول، مطلق غلا او فساد په اړه سیګار خپلې ارزونې کړي او شریکې کړي دي او معلومیږي چې پدې ټولو ناکامیو کې حتی ابتدايي پړاو کې يي هم چا حساب ندی ورکړې.

د امریکا کانګرس د ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا اته اویا میلیارده ډالره برابر کړل چې په أفغانستان کې د ودانیز فعالیت امنیتي سکتور تمویل کړي. خو په کال کې د شپږسوه دولس ډالره سرانې په حساب، أفغانستان ددی توانمندي ډیره محدوده ده چې په خپلو عوایدو، عصري او اغیزمن امنیتي ځواک تمویل کړي. له همدې امله امریکا د جلب جزب، روزنې، تجهیز او امکاناتو برابرولو، نقلیه سکتور او د أفغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو دوامداره اکمال لګښتونه او مصارف ورکوي.

د فساد ضد مبارزې په اړه د أفغانستان بانک رئیس خلیل الله صدیق د پنجشنبې په ورځ (می۱۰) اشناتلویزیون ته وویل چې د أفغانستان دولت د فساد ضد قوي أراده لري او د تدارکاتو د کمیسیون په هڅو کې شاوخوا شل میلیارده افغانۍ سپما شوي چې کیدی شوې په مجهوله قراردادونو کې ورکې شوې وی. ښاغلي صدیق وویل نړیوالو متحدینو او په ځانګړې توګه نړیوال بانک او نړیوال مالي صندوق رهبرۍ د أفغانستان اقتصادي تګلارې او مالي سیستم د ثبات طرحې او روان فعالیت منلی او کمک ته دوام ورکوي.

افغان مقامات وایي د فساد ضد أراده شته، ظرفیتونه هم لوړ شوي، خو د قانون د تطبیق په برخه کې پاتې راغلي او یوې متقي او روزل شوي امنیتي ځواک ته اړتیا ده چې ولس په امنیت، عدلي تعقیب او قانوني مبارزه کې ورته مصونیت ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG