د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې نوې رئیسه وپیژنئ


جینا هسپل لومړنۍ میرمن ده چې د سي.آی.اې رئیسه ټاکل کیږي

د امریکا د مرکزي استخباراتو Central Intelligence Agency-CIA سي-آی-اې پخوانۍ مامورې جینا هسپل د دوشنبې په ورځ (می۲۱) د سي آی اې د استخباراتي سازمان د لومړنۍ رئیسې په توګه لوړه وکړه.

میرمن هسپل په کانګریس کې د دواړو ګوندونو (جمهوریخواه او دیموکرات) له هغو نیوکو څخه بچ شوه چې په امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو وروسته یې د مشکوکو ترهګرو په شکنجو کې د هغې د رول په اړه کیدل.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جینا هسپل وړتیا وستاېله او وې ویل هیڅوک ترمیرمن جینا زیاته وړتیا نه لري او سپارل شوې دنده به په ښه توګه ترسره کړي.

په ورجینیا ایالت کې د سي.آی.ای مرکزي دفتر
په ورجینیا ایالت کې د سي.آی.ای مرکزي دفتر

جینا هسپل د ۱۹۸۵ کال راهیسې د سي آی اې په اداره کې بیلابیلې وظیفې اجرا کړې دي، خو زیاتره چارې یې مخفي وې. د شکنجې په شمول، د مشکوکو ترهګرو څخه د تحقیق په وخت کې د هغې رول په تیرو حکومتونو کې د هغې د پرمختګ مخه نیولې وه، سره له دې چې هغه وخت دغه ډول لارې چارې قانوني وې.

یو دیموکرات سناتور پټریک میهي وویل د جینا هسپل قضاوت او اساسي ارزښتونو ته د هغې ژمنتیا ورته د پوښتنې وړ ده. د سناتور میهي په وینا، ټول خلک ځینې مُسلم حقونه لري چې اساس يي په داسی انساني وقار ولاړ وي چې د شکنجې په څیر له غیر انساني کړنو سره مطابقت نه لري.

تر ډیره دا نه وه معلومه چې آیا د سنامجلس به جینا هسپل ته د اعتماد رایه ورکړي ځکه چې ځینو جمهوري غوښتونکو هم د هغه امر په اړه پوښتنې درلودې چې میرمن جینا د تحقیق د ویډیو ګانو د له منځه وړلو په اړه کړی وې.

جمهوري غوښتونکی سناتور جف فلیک وویل لا هم د هغو ویډیوګانو د له منځه وړلو په اړه پوښتنې لري. سناتور جف وایي کله چې دا ډول پوښتنو او هغه چا ته وګوري چې هغه یې نومولې ده، نو دا په دې معنی ده چې شکنجې به بیا پیلې شي.

خو شپږ دموکراتان له زیاتره جمهوري غوښتونکو سره یوځای شوو چې د هاسپل ملاتړ وکړي او بلاخره په رایګیرۍ کې د ۴۵ په مقابل کې له ۵۴ رایو سره د اعتماد رایه واخلي.

د جینا هسپل کاري سابقه:

میرمن هسپل د ۲۰۱۸ کال د مي په یووشتمه د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې ) د رئیسې په توګه لوړه وکړه. هغه به د سي آی اې ادارې عملیاتي، پرسونل او بودیجې مدیریت کوي خو ترڅنګ به يي د استخباراتو د ملي بشري منابعو مدیریت هم کوي.

هغې د ملک بهر په څو سیمه ایزه ریاستونو کې مشري کړې او په واشنګټن کې د ملي مخفي امنیت معاونه، او د امریکا بهر د ملي مخفي استخباراتو معاونیت یي کړې. ترڅنګ يي مخفې ماموره وه او د امریکا د ملي خفیه خدماتو د مشر د دفتر رئیسه پاتې شوې. میرمن هاسپل ډيرې جایزې او ستاینلیکونه اخستي چې یو یي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د جورج ډبلیو بوش اوارډ اخستی.

سي.آی.ای څنګه رامنځ ته شوه؟

د سي.آی.ای مخکې شپږ نورو استخباراتي ادارو فعالیت درلود
د سي.آی.ای مخکې شپږ نورو استخباراتي ادارو فعالیت درلود

د حکومت د نورو ادارو په څیر، د مرکزي استخباراتو اداره هم په یوه شپه کې نده جوړه چې په ټول ظرفیت يي په سبا فعالیت شروع کړې اوسي. تردی مخکې چې د سي.آی.ای سازمان رسمي فعال شي، تری مخکې شپږ نورو استخباراتي ادارو فعالیت درلود. د دوېمې نړیوالې جګړې په لمړیو کې، د امریکا په لمړني سوله ایزه وخت کې، د استخباراتو مستقله اداره رامنځ ته شوه. ددی ادارې نوم او مدیریت تل بدلیدو چې بلاخره لغوه اعلان شوه او پخواني جمهور رئیس تورمن په ۱۹۴۷ کال کې د ملي امنیت په ارتباط د یوې اجرایوې فرمان له مخې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې دایمي تشکیل لاسلیک کړ.

د جیناهاسپل د لوړې مراسمو په اړه ویدیوې راپور دلته لیدلی شئ:

د سي آی ای نوې مشره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG