د لاس رسي وړ اتصالات

د نصیب خان انځورگري

"انځور گري ځکه کوم چې غواړم د پښتنو تاریخ او کلتور ژوندی وساتم, غواړم چې زمونږ کلتور راتلونکي سلگونو کلونو ژوندی پاتې شي."

دا خبرې د کویټه سره نژدی د کچلاغ سیمې نصیب خان چې په کینوس آیل پینټنگ کوي، د امریکاغږ ته په یوې مرکې کې کړیدي. نصیب خان د تیرو څو کلونو نه د خپل هنر د لارې د پښتنو د کلتور نړۍ ته د ورښولو نیت کړیدی او تروسه یې په سلگونو انځورونه جوړ کړیدي.

ښاغلي نصیب خان وایي چې د پښتنو د کلتور سره مینه لري او لدی کبله یې دا پریکړه وکړه چې د خپل کلتور حسن او مثبت پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي.

نصیب خان وایي چې د پښتنو په کلتور کې ځینې بدې خبرې لکه ولور او په وړو نجو درانه کارونه، هغه څه دي چې غواړي د انځورگرۍ د لارې پرې خلک پوهه کړي چې دا ډول کارونه باید نور و نشي.

نصیب خان په پاکستان کې څو وارې د خپل انځورگرۍ نندارتونونه جوړ کړیدي او ډیر ژر به په روسیه کې هم یو نندارتون ولري.

نصیب خان وایي چې د انځورگرۍ په اړه پښتو کې دومره شعور نشته خو بیا هم کوښښ کوي چې د خپل تاریخ او کلتور په اړه شعور پیدا کړي.

نور پورته کول

16x9 Image

نزرانه یوسفزۍ

نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG