د اپل او سامسنګ شرکتونو د اختراع د انحصاري حق پرسر خپله اوه کلنه دعوا بالاخره پای ته ورسوله.
د اپل شرکت په سامسنګ د آیفون د ډیزاین د کاپي کولو ادعا کړې وه.
په سانفراسیسکو کې د امریکا د یوې فدرالي محکمې د معلوماتو له مخې د ځیرکو تلیفونونو دغه ستر تولیدونکي شرکتونه یوه توافق تره سره ورسیدل خو د دغه توافق د جزیاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.
دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ (جون۲۷) وشوه.
دغه معامله یوه میاشت وروسته له هغه کیږي چې د امریکا د یوې فدرالي محکمې منصفه هیئت د سامسنګ له شرکت څخه وغوښتل چې د اپل شرکت ته د آیفون د یو شمیر ځانګړتیاو د کاپي کولو په خاطر ۵۳۹ میلیون ډالره تاوان ورکړي.
د تاوان د ورکولو دغې پریکړې ته د اپل د شرکت د بریا په سترګه کیدل، د اپل شرکت په دعوا کې ویل شوي وو چې د آیفون ډیزاین د اپل د شرکت انحصاري حق دی او د هارډویر او ټولو اجزاوو د اختراع حق یې محفوظ دی.
دواړو شرکتونو د ډیزاین د حق د خوندیتوب د تعریف په سر د اختلاف له امله د اروپا، اسیا او استرالیا په محکمو کې د یو بل پرضد مقدمې چلولي.