د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ټاکنو منځنۍ دورې ته ۱۰۰ ورځې پاتې دي


دا انتخابات په نومبر کې کیږي
دا انتخابات په نومبر کې کیږي

دامریکا په ولسي جرگه کې ټولې ۴٣٥ چوکۍ دي، خو دمنځنۍ دورې په انتخاباتو کې تقریبا پر سلو چوکیو باندې ټاکنی کېږي.

د ټاکنو نتیجه به د ولسمشر ټرمپ ددورې پر راتلونکېو دوو کلونو ډیرې ژورې اغېزې ولري؛ ځکه تحلیل کوونکي وايی دواړه خواوې په دې باوردي چې د منځنۍ دورې انتخابات به دولسمشر ټرمپ پر دوره د ولسپوښتنی معنی ولري؛ خو یقیني اټکل هیڅوک هم نشی کولی چې څه به پېښ شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې نیژدې وخت کې په مونتاناکې خپل پلویان دیته وهڅول چې دمنځنی دورې په ټاکنو کې په ډېر قوت برخه واخلی او دجمهوري غوښتونکيو کاندیدانو ملاتړ وکړي.

دمتحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مونتانا کې وویل:موږ به په شا ولاړنشو، موږ به تسلیم نه شو؛ هېڅکله به تسلیم نشو او هېڅکله به لاس ترینه وانخلو ؛ موږ د بري په لور ځو.

خوسیاسی مخالفینو یعنی دموکراتانو هم د منځنی دورې د ټاکنولپاره په بشپړه توگه مټې رانغاړلې دي. په ٢٠١٦ کال کې د جمهوری ریاست لپاره کاندید برني سنډرز ملاتړیو ته وویل په ولسي جرگې د برلاسۍ لپاره مبارزه زښته ډیره مهمه ده.

د جمهوری ریاست لپاره پخوانی کاندید برني سنډرز

وویل: که چېرې تاسې هغه څه وکړئ چې زه پرې ډاډه یم چې کولې ېې شئ. نودا به دا سی انتخابات وی چی نه یوازې په دې هېواد کې به ېې غږ واوریدل شي بلکې گرده نړۍ به ېې غږ واوري.

پکارده دموکراتان لس دولس چوکئ وگټي چې د استازیو په خونه کې اکثریت پېدا کړی. په سنا کې داکثریت لپاره ددوو چوکیو گټلو ته اړتیا لري. او له تاریخي پلوه هم په گټه کې دي.

د دوه گوندي پالیسیو د مرکز غړی جان فورټیر وايي: دمنځنۍ دورې انتخابات معمولا د مخالف گوند یعنی د سپېنی ماڼۍ نه بهر گوندلپاره گټه لري، له بل پلوه ډانلډ ټرمپ په دموکراتانو کې په خاصه توگه محبوبیت نلری. نو هغوی غواړي چېدرایو ورکولو لپاره راووزي.

خو ډانلډ ټرمپ خپل پلویان دیته هڅوي له تاریخ سره مقابله وکړي او دده د کړنلارې ملاتړ ته راووزي.

تحلیل کوونکی لاري سباتو وايي دواړې خواوې دموکراتان او جمهوری غوښتونکي د منځنۍ دورې دانتخاباتو ته د ولسمشر ټرمپ پردوره د ولسپوښتنی په نظر گوري.

د ویرجینیا پوهنتون استاد لاري سباتو وايی

"موږ ډیر کم داسی ولسمشر درلود چی دانتخاباتو لپاره دومره مرکزی او بنیادی نقش ولري. ټرمپ داسی دی لکه لمر هرڅه د لمر په شاو خوا راتاویږي.

څرنگه چې د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت کچه ټیټه ده نو د تیرو منځنیو دورو د نتایجو په نظر کې نیولو سره پکارده چې دموکراتان گټه وکړي.

اېلین کامرک د بروکنگز انستیتیوت غړې وايي

"..خو زه فکرکومداڅوک نشی ویلی چی دموکراتان به داستازیو خونه په پنځو چوکیووگټی او په دیرشو، داهېڅوک هم نشی ویلی.

خو دولسمشر ټرمپ د انتخاباتی مبارزو پخوانی سنبالگر کوري لېونډاسکي وايی دټرمپ پلویان هغه ته وفاداردي، ښايي جمهوری غوښتونکی په یوه یادوه څوکیو د استازیو په خونه کې اکثریت وساتي.

XS
SM
MD
LG